د ناټو د غړيو هېوادونو د دفاع وزيران، چې د بلجيم په مرکز بروکسل کې جرګه شوي، نن به د افغانستان پر وضعيت او حالاتو خاصې خبرې وکړي.
دا دوه ورځنۍ غونډه، چې پرون د ناټو په مقر کې پيل شوه، نن به تر ۲۰۱۴ ميلادي کال وروسته به په افغانستان کې د دغه سازمان د ماموريت په اړه بحث وکړي.

په بروکسل کې د ناټو چارواکو دا هم وويل، چې دوى به د افغان ځواکونو د روزلو لپاره نوى پروګرام پيل کړي، چې له مخې به يې تر ۲۰۱۴ ميلادي کاله پورې افغان ځواکونه د ټول افغانستان مسووليت اخيستلو ته تيار شي.
په بروکسل کې د ناټو چارواکي همدارنګه وايي، چې تر ۲۰۱۴ ميلادي کاله پورې به د افغان سرتېرو شمېره ۳۵۲ زرو ته لوړه شي.
د افغان ځواکونو له لوري پر ناټو سرتېرو بريدونه به د نننۍ غونډې بله مهمه موضوع وي، چې پرې بحث کېږي.
د افغان امنيتي ځواکونو تجهيز درېيمه مهمه موضوع ده، چې نن به د بحث اجنډا جوړه کړي او ويل کېږي د اردو تجهيز به د افغان حکومت ځانګړى وړانديز وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ