ads

افغانستان كې د ناټو ماموريت د يو بل کال لپاره وغځېد

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان د ناټو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو ماموريت د يوه بل کال لپاره تمديد کړ. د هغه پرېکړه ليک له مخې، چې دې شورا پرون تصويب کړ، د ناټو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو ماموريت به د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر تر ديارلسمې نېټې دوام کوي. په اوس […]

نویسنده: TKG
19 تله 1391

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان د ناټو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو ماموريت د يوه بل کال لپاره تمديد کړ.
د هغه پرېکړه ليک له مخې، چې دې شورا پرون تصويب کړ، د ناټو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو ماموريت به د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر تر ديارلسمې نېټې دوام کوي.
په اوس وخت کې ۶۸ زره امريکايي سرتېري او د نورو هېوادونو شاوخوا ۴۰ زره سرتېري په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ماموريت کې دنده ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا همدارنګه د هغې موافقې هرکلى وکړ، چې له مخې يې نړيوال ځواکونه په تدريجي ډول مسووليتونه افغان ځواكونو ته سپاري، چې دغه بهير به د ۲۰۱۴ کال تر پايه بشپړ شي.

د اسوشېټېډ پريس اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د روان وضعيت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې دا هېواد تر اوسه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA