پاکستان وايي، چې افغانستان سره د ستراتيژيک سند لاسليکولو وړانديز د افغان جمهوررئيس حامد کرزي لخوا شوى و.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند معظم خان تېره ورځ د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې دا وړانديز څو ورځې مخکې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان او پاکستان د جمهوررئيسانو د ليدنې پر مهال شوى و.

نوموړي زياته کړه، پاکستان غواړي، چې له افغانستان سره يو بل ته ددرناوي او احترام ښې اړيکې ولري ، خو د ستراتيژيک سند په اړه د افغان جمهوررئيس وروستۍ څرګندونې له اصلي خبرې او حقيقت څخه لرې دي.
څو ورځې مخکې په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال جمهوررئيس حامد کرزي وويل، چې پر ياد سند تر لاسليک وړاندې به ځينې شرطونه پاکستان ته مخې ته ږدي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ