د افغانستان په ګډون د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه نن د بلجيم په پايتخت بروکسل کې پيليږي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ملکي استازي وياند ډومنيک ميډلي وايي، چې د دفاع وزيرانو دا غونډه به دوه ورځې دوام ولري.
هغه زياته کړه، دا د ناټو د دفاع وزيرانو نوبتي غونډه ده، چې په کې د افغانستان او ناټو پر اړوند موضوعاتو خبرې کېږي.

د ډومنيک ميډلي د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به په ځانګړې توګه د افغانستان د وروستيو حالاتو، کوسوو او د ناټو د دفاعي وړتياوو د پرمختګ په اړه خبرې وشي.
نوموړي وويل، چې د افغانستان په اړه د بحث پر مهال به غړي هېوادونه تر ٢٠١٤ ميلايد کال وروسته د ناټو د نوي ماموريت، د افغان ځواکونو د روزنې، مشورو او مرستو په اړه بحث وشي.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال دولت وزيري وايي، چې د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي په مشرۍ يو پلاوى په ياده غونډه کې د ګډون په هدف بروکسل ته رسېدلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ