په پام کې ده چې سبا ته به د ناټو په مرکز بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه جوړه شي.
که څه هم د ناټو دا غونډه عمومي اجنډا لري، خو د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې به په ځانګړې توګه د افغان ځواکونو له لوري پرخارجي ځواکونو د افغان سرتېرو د بریدونو مسئله، افغان سرتېرو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو او د ملي اردو پر تجهیز او تمویل او تر ۲۰۱۴ میلادي کاله وروسته به د افغانستان پر راتلونکې او د ناټو پر همکارۍ بحث وشي.

خبرونه ښيي چې په دغه غونډه کې به د افغان حکومت ځانګړی وړاندیز د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز او تمویل وي.
څو ورځې مخکې جمهور رئیس کرزي ویلي وو که چېرې د افغان ځواکونو د تجهیز لپاره نړیوال پام ونه کړي، د چین او روسیې په څېر هېوادونه شته دي چې مرستې راودانګي.
په بروکسل کې د ناټو عمومي سکرټر جنرال بیا هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د دوی ځواکونه به له ۲۰۱۴ میلادي کال مخکې له افغانستان څخه ووځي.
د ناټو سکرټر جنرال وویل چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه به ټول امنیتي مسوولیتونه افغانانو ته ولېږدي.
دمګړۍ افغان ځواکونو د امنیتي مسوولیتونو د لېږد درېیم پړاو پیل کړی چې په څو میاشتو کې به بشپړ شي
د یادونې وړ ده چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي هم ګډون لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ