ads

كاناډا ۸۰۰ افغان ژباړونكو او د هغوى خپلوانو ته پناه ورکړې

کاناډا وايي، هغو افغان ژباړونكو ته يې د پناه ورکولو ژمنه کړې وه، چې په افغانستان کې يې کاناډايي پوځيانو او ډيپلوماتانو ته کار کړى و، خو د پناه غوښتونکو شمېر تر هغه څه دوه برابره زيات دى، چې دوى يې اټکل کړى و. کاناډا وايي، هغو افغان ژباړونكو ته يې د پناه ورکولو ژمنه […]

نویسنده: TKG
17 تله 1391
كاناډا ۸۰۰ افغان ژباړونكو او د هغوى خپلوانو ته پناه ورکړې

کاناډا وايي، هغو افغان ژباړونكو ته يې د پناه ورکولو ژمنه کړې وه، چې په افغانستان کې يې کاناډايي پوځيانو او ډيپلوماتانو ته کار کړى و، خو د پناه غوښتونکو شمېر تر هغه څه دوه برابره زيات دى، چې دوى يې اټکل کړى و.

کاناډا له افغانستانه د خپلو پوځيانو تر ايستلو لږ مخکې ويلي وو، هغو افغانانو ته به پناه ورکړي، چې په کندهار کې يې د دوى له پوځيانو سره کار کړى او په افغانستان کې يې ژوند له خطر سره مخامخ دى.

دوى په پام کې لرل، چې شاوخوا ۴۵۰ افغانانو ته پناه ورکړي، خو وروسته له دې، چې کاناډا په افغانستان کې خپل حربي ماموريت پاى ته ورساوه، د ژباړونكو او د هغوى د کورنيو د غړيو شمېر، چې کاناډا بايد پناه ورکړي، نژدې زرو تنو ته ورسېد.

د کاناډا د مهاجرت او تابعيت اداره وايي، چې له بهرنيو چارو وزارت او پوځ سره د دوى د سلامشورو پراساس په افغانستان کې د کاناډايي پوځيانو د ژباړونكو او کلتوري سلاکارانو شمېر څلور نيم سوه تنه اټکل شوى و.

کاناډا ته شاوخوا شپږ زره افغانانو د مهاجرت غوښتنې استولې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA