پاكستان د څووم ځل لپاره د پوليو واكسين پروګرام پلى كوي، خو د تېر په څېر بيا هم په وزيرستان كې دا پروګرام نه پلى كيږي. پاكستاني چارواكي وايي، په قبايلي سيمه كې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنيوي لپاره غواړي د اكتوبر په ۱۵مه بيا د واكسين درې ورځنى پروګرام پيل كړي.
پاكستان د څووم ځل لپاره د پوليو واكسين پروګرام پلى كوي، خو د تېر په څېر بيا هم په وزيرستان كې دا پروګرام نه پلى كيږي.
پاكستاني چارواكي وايي، په قبايلي سيمه كې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنيوي لپاره غواړي د اكتوبر په ۱۵مه بيا د واكسين درې ورځنى پروګرام پيل كړي.
دوى وايي، دا پروګرام په نورو پنځو قبايلي سيمو كې پلى كوي، خو په شمالي او جنوبي وزيرستان كې به د طالبانو له وېرې د پخوا په څېر ماشومانو ته د پوليو واكسين ونه شي.
طالبان وايي، كه پر قبايلي سيمه بې پيلوټه الوتكې توغندويي بريدونه بند نه كړي، دوى به واكسين ته اجازه ور نه كړي، خو د دوى دغه بنديز د وزيرستان د نږدې درې لكه ماشومانو ژوند ګواښي.
په تېرو څو مياشتو كې اته ماشومان په شمالي او جنوبي وزيرستان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


