په ناټو کې د روسيې د استازي سرپرست نيکولاى کورچونوف وايي، چې افغانستان د ناټو لپاره مهم ازمېښت دى او نتيجې به يې د ناټو تړون راتلونکې پاليسۍ اغېزمنې کړي.
په ناټو کې د روسيې د استازي سرپرست نيکولاى کورچونوف وايي، چې افغانستان د ناټو لپاره مهم ازمېښت دى او نتيجې به يې د ناټو تړون راتلونکې پاليسۍ اغېزمنې کړي.
نوموړي انټر فکس خبري اژانس ته وويل، دوى د افغانستان عمليات دې ته په پام سره څېړي، چې له دغه هېواده د دوى د ټولې سيمې ثبات ته خطر متوجه دى.
د نوموړي په وينا، تر څو چې افغان ځواکونو د خپل هېواد د امنيت ساتلو وړتيا نه وي موندلې دا به يومخ ناسمه وي، چې له دې هېواده د پوځيانو د ايستلو لپاره مصنوعي مهالوېش وټاکل شي.
د روسيې استازي ټينګار وکړ، چې د ملګروملتونو د امنيت شورا له لوري د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو ته ټاکل شوى ماموريت بايد کاملاً بشپړ شي.
هغه زياته کړه، روسيه له ناټو غواړي، چې په افغانستان کې خپل ماموريت بريالى کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

