ads

د ((پك)) اشنا بله سپكه

د افغانانو د امید سترګې چې تر دې دمه د پاكستان د راكټي بريدونو په ګيله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته ور اوښتې وې، بېنوا ځكه پاتې شوې چې نه یوازې دغې شورا په تېرو دوو اوونیو کې څه ونه کړل، بلکې بریدونو د ننګرهار ولایت پولې هم ماتې او خلک یې کډوالۍ […]

نویسنده: TKG
16 تله 1391
د ((پك)) اشنا بله سپكه

د افغانانو د امید سترګې چې تر دې دمه د پاكستان د راكټي بريدونو په ګيله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته ور اوښتې وې، بېنوا ځكه پاتې شوې چې نه یوازې دغې شورا په تېرو دوو اوونیو کې څه ونه کړل، بلکې بریدونو د ننګرهار ولایت پولې هم ماتې او خلک یې کډوالۍ ته اړ کړل.

د افغانانو د امید سترګې چې تر دې دمه د پاكستان د راكټي بريدونو په ګيله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته ور اوښتې وې، بېنوا ځكه پاتې شوې چې نه یوازې دغې شورا په تېرو دوو اوونیو کې څه ونه کړل، بلکې بریدونو د ننګرهار ولایت پولې هم ماتې او خلک یې کډوالۍ ته اړ کړل.

دوه اوونۍ مخکې د امنیت شورا په غونډه كې افغان خارجه وزير بې له دې چې ارقام، شواهد او ثبوتونه وړاندې کړي، په ډېر مظلومانه انداز ګیله وکړه چې((د پاکستان له لوري بريدونه د دواړو لوريو سياسي او اقتصادي ګټې زیانمنوي)) یعنې خبره يې په همدې ځاى اللهم امين كړه.

خو د امنیت شورا په غونډه كې د زلمي رسول تر څرګندونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزيرې په زاړه انداز او تون له افغانستان سره د تروريستي ډلو په ځپلو كې خپله سينه وډبوله او هماغه خبره شوه چې ((ما چي ميګم دنبوره ما چى ميګه))

ګيله خو له امنيت شورا ځكه نه شو كولى چې اوبه زموږ خړې دي، افغان خارجه وزير زلمي رسول ته ولسي جرګې، ولسونو او ځوانانو بيا د مظاهرو په كولو بې شمېره غبرګونونه او ګيلې د دې لپاره په لمن كې نه وې ور اچولې چې دى يې نيويارك ته له رسولو وړاندې په لاره كې تويې كړي او هلته يوازې همدا خبره د نړيوالو له غوږونو ورتېره كړي چې دا ډول بريدونه به زموږ اړيكې د مرچو تر دوكانچې ورسوي.

خبره په دې كې نه ده چې امنيت شورا ولې اقدام ونه كړ، خبره په دې كې ده چې افغان حكومت څومره د کمزورې پاليسۍ له مخې اجراات كوي او مقابل لورى په څومره جرئت خپله منافقانه لوبه پر مخ بيايي.

اسراييل پر ايران د نړۍ د امنيت ګواښونكي په تور د بريد وزرې تلي، خو افغان جمهور رئيس بيا وايي پاكستان به بريدونه كوي، خو موږ دفاع نه كوو او له پولې هاخوا خپل خلك نه وژنو. دا سمه ده چې خپل مټ باید پرې نه کړو، خو ایا جمهوري ریاست ته پر ډيورنډ پوله داړونكي پنجابي پوځيان هم خپل بريښي؟ په دې به ډېر سره سر نه خوږوو، خو چې كله ولسي جرګې له خپلې كړكۍ د افغان مظاهره كوونكو په اوږه د دفاع لپاره كولنګونه او كوتكونه وليدل، نو ايله دومره يې وكړل چې وزيران يې رد و بدل كړل او بيا يې د بريدونو په اړه پارېدلي خلك په دې رام كړل چې خبره به د امنيت شورا ته وړاندې كړي، اوس موږ امنيت شورا ته پرته له كوم ثبوته خبره رسولې، د شورا ملاتړي هېوادونه به له موږ ثبوت غواړي او افغان دولت به بيا د دوى تر بلې ناستې ورته د ثبوتونو وړاندې كولو په هڅه كې وي. خو پاكستان لا هم په هماغه خپله نشه كې دى، له نيويارك نه يې لا مشران نه دي راستانه او دلته يې پر موږ د پك اشنا په توګه بله سپكه دا وكړه چې د بريدونو مخه يې د ننګرهار تر ګوشتې راواړوله.

كه څه هم د ختيځ زون د سرحدي پوليسو پخواني قومندان جنرال امين الله امرخېل چې په دې ګڼه کې د ژوند کیسه هم ورسره لرو او ډېر پټ رازونه یې راته سپړلي، ويلي چې پاكستان خپل دا ډول بريدونه لومړى د ګوشتې د باباى ډوب پر پوستې د ۱۳۸۹كال د سلواغې له مياشتې پيل كړل، په سلګونه افغان كورنۍ يې زيانمنې او له سيمې كډه كړې خو په ځوابي بريد كې بيا افغان سرتېرو د پاكستان هماغه توپ وروونكې پوسته له سقوط سره مخ كړه: (( دوى بيا د نورستان په ګوردېش كې زموږ ۲۳ سرتيري شهيدان كړل، ما هغه غچ هم ترې واخست، قاچاقبر او په برقعو كې يې پوځيان راړول او په هغه كال يې ۱۶۰۰ توغندي راوورول، ما چغې وهلې چې پاكستان تر صفري نقطې راوښتى، د دفاع اجازه راكړئ، خو چا نه منله اوس وګوره چې څه حال يې دى.))

افغان چارواكو ته افغان نظامي مشرانو د سر قربانولو سينه هم ډبولې وه، خو د جنرال امرخېل په وينا د دولتي پلاوي په راپور کې چې سيمې ته د پلټنو په نامه استول شوى و، يوازې همدا ليكل شوي چې سيمه كې افغان ياغي سرتيري ځاى پر ځاى شوي، باقي خير خيريت دى.

دا ټولې ناخوالې ولې يو په بل پسې سر راپورته كوي؟ ايا افغان حكومت اوس د دفاع سيك هم په ځان كې نه ويني؟ ايا پاكستان ډېورنډ پوله پر موږ منل غواړي او یا دا چې غواړي د وزیرستان جنګیالو ته د ننګرهار او کونړ ولایتونو په سرحدي سیمو کې پناه ځایونو جوړ او د جګړې لوری بدل کړي؟

د پاكستاني پوځيانو سرشوخۍ، خو اوس دې حد ته رسېدلي چې پر افغان پوله پرتو ولسونو ته هم له سيمې د كډه كېدو امرونه كوي او بيا د ولسونو ولې ته هم په ډېر مرموز ډول دا ځواب وركوي چې موږ په سيمه كې عمليات كوو.

په ننګرهار کې د تلې ۹مې په غونډه كې چې د سرحدي سيمو مشران په كې راټول شوي وو، په ولسي جرګه كې د خلكو استازي فريدون مومند وویل چې څو اوونۍ وړاندې د مومند ايجنسۍ پولټيكل او نورو نظامي مشرانو ځايي افغانان ورغوښتي او امر يې ورته كړى چې ژر تر ژره سيمه زموږ يو لړعملياتو ته پرېږدي، داسې ونه شول او له پولې پورې پوستو د ملاخېلو، نظرخېلو، انارګي، لكړې او يعقوبيو پرسيمو راكټي باران پيل كړ او نږدې پنځه زره كورنۍ يې له سيمې كډې ته اړ كړې.

د ځايي مشرانو له قوله پاكستان دومره سرشوخۍ ته لاس اچولى چې په څو ورځو كې يې د ګوشتې او لعل پورې ولسوالۍ په نږدې نيمايي سيمو تر ۹۰ زيات بريدونه كړي.

د ګوشتې او لعل پورې مشرانو په همدې نېټه د ننګرهار له والي سره د بريدونو د مسئلې څېړلو وکتل، خپل غبرګونونه، ثبوتونه او د بريدونو ټول جزئيات يې ورته وړاندې كړل، په دې سربېره د مومندو، خوګياڼو او شينوارو مشرانو او حتى امنيتي ځواكونو په بېلا بېل ډول سينه ډبولې چې له پاكستانه هر ډول ګواښ ته د ځواب لپاره چمتو دي،  مګر افغان دولت لكه د فيل غوږ، كه ورننوځې او كه ترې وځې هيڅ سر ورپسې نه اړوي، پروت دی، دا لا څه کوې چې له دغه هېواد سره د دوستۍ په نوم د یوه ستراتیژیک سند د لاسلیک خبرې هم کېږي. دا موضوع موږ د اوونۍ په مقاله کې بشپړه څېړلې، هلته مراجعه وکړئ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA