ads

امنيت شورا ته شكايت به د بريدونو مخه ونيسي؟

څه دپاسه شپږ میاشتې کیږي چې له پاکستان څخه پر كونړ ولايت توغندويي بريدونه ترسره كيږي او تر اوسه د ۵۰۰۰ په شاوخوا كې توغندي توغول شوي دي. څه دپاسه شپږ میاشتې کیږي چې له پاکستان څخه پر كونړ ولايت توغندويي بريدونه ترسره كيږي او تر اوسه د ۵۰۰۰ په شاوخوا كې توغندي توغول شوي […]

نویسنده: TKG
16 تله 1391
امنيت شورا ته شكايت به د بريدونو مخه ونيسي؟

څه دپاسه شپږ میاشتې کیږي چې له پاکستان څخه پر كونړ ولايت توغندويي بريدونه ترسره كيږي او تر اوسه د ۵۰۰۰ په شاوخوا كې توغندي توغول شوي دي.

څه دپاسه شپږ میاشتې کیږي چې له پاکستان څخه پر كونړ ولايت توغندويي بريدونه ترسره كيږي او تر اوسه د ۵۰۰۰ په شاوخوا كې توغندي توغول شوي دي.

د دې بريدونو په نتیجه کې لسګونه کسان وژل شوي، تر سلو زيات ټپيان دي او زرګونه ولسي وګړي د خپلو کورونو او کلیو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

تېره اوونۍ د دغه هېواد پوځیانو، آن د ننګرهار ولايت د ګوشتې سیمې استوګنو خلکو ته د وتلو بې شرمانه امر کړی او له هغوی څخه یې غوښتي چې سیمه تشه کړي.

پاكستان په دې كار سره غواړي چې خپله پوله د کونړ سیند ته ورسوي.

د پاکستان له زرګونو توغندويو څخه یو هم د ناټو ځواكونو پر امنیتي پوستو او پوځي اډو نه دی لګېدلی. دا چې دې ستونزې ته ولې زموږ مشرانو او واکدارانو چوپتیا غوره کړې، ډېرې پوښتنې يې را ولاړې كړې دي.

په وار وار په كابل او نورو ولايتونو كې د دغو بريدونو په وړاندې ولس غږ پورته كړى او كلك غبرګون يې ښودلى دى.

ولسي وګړو په ځلونو پر ختيځو سيمو د پاكستان بريدونه غندلي او ګواښ يې كړى دى چې كه پاكستان دغه بريدونه ونه دروي، نو دوى به يې په وړاندې ولسي پاڅون وكړي، خو دا په داسې حال كې ده چې دولت په دې اړه لا تر اوسه كوم جدي غبرګون نه دى ښودلى او تيرې شپږ مياشتې هم په دې كې تېرې شوې چې دوى به دغه لانجه د ډيپلوماټيكو خبرو اترو له لارې هواره كړي.

كه چېرته پاكستان ډيپلوماټيكو اصولو ته درناوى درلوداى ممكن په تېرو لسو كلونو كې يې د افغان دولت ننګه كړې واى او په سيمه كې به روان تاوتريخوالى چې د وسله والو له خوا رامنځ ته شوى اوس نه واى.

تېره اوونۍ د امریکا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له توغندويي بریدونو د افغان دولت شکایت وړاندې کړ چې د ډیری سیاسي کارپوهانو له نیوکو سره مخ شو، لکه د یوه سیاسي کارپوه په باور: ” زلمي رسول د امنیت شورا په غونډه کې په ډېرې عاجزۍ، غیر فني، غیر علمي او منطقي او پرته له دلایلو خپله موضوع مطرح کړه، هغه باید د افغانستان د خلکو په استازیتوب امار او ارقام او د دې بريدونو د وخت په اړه شواهد وړاندې کړي وای، د پاکستان د شومو اهدافو او د تلفاتو د ارقامو په اړه باید شواهد وړاندې شوي وای، اوس زموږ اندېښنه دېته ده چې حتماً د دوی سر پاکستان ته ټیټ دی.))

د هغه په وینا، دا شکایت به د پاکستان له لوري د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د توغندويي بريدونو پر بندولو هېڅ ډول اغېز ونه کړي.

دا اوس اوس چې افغان دولت له كومو وسله والو سره په درنه جګړه اوښتى او د جمهوري رياست ماڼۍ د ملي امنیت د سلاكار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په وينا، هره ورځ تر سلو کسانو مرګ ژوبله رامنځ ته كېږي، ټول مسووليت يې د پاكستان پر غاړه دى.

پاكستان په لويه كچه د افغان دولت مخالفينو ته پټنځايونه وركړي او مالي امكانات ورته برابروي چې په دې اړه اوس نړيواله ټولنه هم سخته په اندېښنه كې ده، خو كه چېرته افغان دولت په دې اړه لږ جدي شي، د دې امكان شته چې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ پاكستان دې ته راجوړ كړي چې نور له دوه مخې پاليسۍ څخه لاس واخلي.

كه چېرته افغان دولت بيا هم پر دومره بريدونو او ستونزو چې پاكستان د افغانستان په وړاندې رامنځ ته كړې دي، بې تفاوته پاتې شي، نو د ډېرو افغانانو له احساساتو سره به يې بې پروا لوبه كړې وي.

افغان دولت مسووليت لري چې د هېواد په ګوټ ګوټ كې له خپلې خاورې او ولسي وګړو دفاع وكړي. په دې ورستيو كې چې د ولس او دولت ترمنځ فاصله زياته شوې ده يو لوى علت يې همدا دى چې دولت د ولس غږ نه دى اورېدلى.

د دې لپاره چې دولت په لوړه كچه ولس ځان ته نږدې كړي، په كار ده چې د ننګرهار او كونړ پر سيمو د پاكستان بريدونه جدي وڅېړي او په دې اړه له پاكستانه په جدي ډول د بندېدو غوښتنه وكړي، كه چېرته پاكستان بيا هم د خپلو شومو اهدافو لپاره دا كار كوي، هغه مهال د ولس په همغږۍ دولت كولى شي له نړيوالو مرسته وغواړي او د دغو بريدونو ځواب په خپله وركړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA