ads

پنيتا د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه كې د ګډون لپاره بروكسل ته ځي

د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا د ناټو مرکز بروکسل ته ځي، چې د ناټو له غړيو هېوادونو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي. د پينټاګون وياند جورج ليټل په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، پنيتا به د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته لاړ شي او  په دې غونډه […]

نویسنده: TKG
15 تله 1391
پنيتا د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه كې د ګډون لپاره بروكسل ته ځي

د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا د ناټو مرکز بروکسل ته ځي، چې د ناټو له غړيو هېوادونو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي. د پينټاګون وياند جورج ليټل په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، پنيتا به د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته لاړ شي او  په دې غونډه کې به له خپلو

د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا د ناټو مرکز بروکسل ته ځي، چې د ناټو له غړيو هېوادونو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي.

د پينټاګون وياند جورج ليټل په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، پنيتا به د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته لاړ شي او  په دې غونډه کې به له خپلو اروپايي متحدانو سره سلامشورې وکړي.

د هغه په وينا، دا ډول غونډې د ناټو تړون لپاره فرصت برابروي، چې هغه پرمختګ ته دوام ورکړي، چې د ناټو د وړتياوو پر سر په شيکاګو کې وشو او په ايساف کې شاملو هېوادونو ته موقع برابروي، چې يو ځاى شي او د افغانستان د حالاتو له وروستي حاله خبر شي.

د ناټو دفاع وزيران د روانې اکتوبر مياشتې په نهمه او لسمه نېټه په داسې حال کې په بروکسل کې غونډه کوي، چې سږ کال د افغان ځواکونو له لوري د ناټو پر پوځيانو تر دېرشو زيات بريدونه شوي او په نتيجه کې يې شاوخوا پنځه پنځوس بهرني سرتېري وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA