ads

د كرزي د وروستيو څرګندونو پر وړاندې د پنيتا غبرګون

د امريکا دفاع وزير د جمهور رئيس حامد کرزي د تېرې اوونۍ د خبري غونډې پر وړاندې کلک غبرګون ښودلى دى. جمهور رئيس حامد کرزي د تېرې پنجشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې پر مهال پر امريکا کلکه نيوکه وکړه، چې له افغانستان څخه بهر د ترهګرو په له منځه د امريکا دفاع وزير […]

نویسنده: TKG
15 تله 1391
د كرزي د وروستيو څرګندونو پر وړاندې د پنيتا غبرګون

د امريکا دفاع وزير د جمهور رئيس حامد کرزي د تېرې اوونۍ د خبري غونډې پر وړاندې کلک غبرګون ښودلى دى. جمهور رئيس حامد کرزي د تېرې پنجشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې پر مهال پر امريکا کلکه نيوکه وکړه، چې له افغانستان څخه بهر د ترهګرو په له منځه

د امريکا دفاع وزير د جمهور رئيس حامد کرزي د تېرې اوونۍ د خبري غونډې پر وړاندې کلک غبرګون ښودلى دى.

جمهور رئيس حامد کرزي د تېرې پنجشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې پر مهال پر امريکا کلکه نيوکه وکړه، چې له افغانستان څخه بهر د ترهګرو په له منځه وړلو کې پاتې راغلې او پر کونړ د پاکستاني بريدونو دفاع هم نه کوي.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا وايي، چې افغان جمهور رئيس پر امريکا د نيوکو پر ځاى بايد له دوى څخه مننه وکړي، ځكه دده په وينا، دوى ترهګر په افغانستان کې ځپلي، له دوه زرو زيات سرتېري يې وژل شوي او نورې ډېرې قربانۍ يې هم ورکړې دي.

د امريکايي خبري اژانس (اى پي) د معلوماتو له مخې، ليون پنيتا دغه څرګندونې د سفر پر مهال په الوتکه کې خبريالانو ته کړي او ويلي دي، چې افغان جمهور رئيس بايد هر وخت د هغو سرتېرو ستاينه او له قربانيو څخه يې يادونه وکړي، چې د افغانستان لپاره يې جنګ کړى او ځانونه يې قرباني کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA