د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنارباني کهر وايي، د تروريزم پرضد جګړه د امريکا او پاکستان ګډ هدف دى، خو د دې هېواد پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه، په دې جګړه کې د ناکامۍ خطر زياتوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنارباني کهر وايي، د تروريزم پرضد جګړه د امريکا او پاکستان ګډ هدف دى، خو د دې هېواد پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه، په دې جګړه کې د ناکامۍ خطر زياتوي.
کهر، چې له خپل روسي سيال سيرګي لاوروف سره تر کتنې وروسته په اسلام اباد کې په يوه ګډې خبري ناستې كې خبرې کولې زياته کړه، چې د بې پيلوټه الوتکو د حملو تاوان تر ګټې زيات دى، ځکه په موازي ډول خلکو ته زيان اړوي.
نوموړې زياته كړې، چې که په دې حملو کې د ملکي تلفاتو په بدل کې يو يا دوه تروريستان ووژل شي، ښايي دوى په هغه شېبه کې د جګړې ګټونکي وه اوسي، خو د جګړې اخره به په قطعي ډول وبايلي او د دې په وينا پاکستان نه غواړي، چې د افراطي ذهنيتونو په وړاندې جګړه ناکامه شي.
په ګډه مطبوعاتي غونډه کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف هم پر قبايلي سيمو د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د حملو په وړاندې د پاکستان له انتقادونو ملاتړ څرګند کړ او زياته يې کړه، چې د مسکو او اسلام آباد دريځونه ورځ په ورځ نژدې کېږي.
د پاکستان د بهرنيوچارو وزيرې هم وويل چې په افغانستان او سوريه کې د روانو بحرانونو د حل لپاره د اسلام آباد او مسکو دريځ يو دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


