د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف به، چې په دوه ورځني سفر پرون پاکستان ته رسېدلى، نن د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزيرې حنا رباني کهر، لومړي وزير راجا پروېز اشرف او جمهوررئيس اصف علي زرداري سره وګوري.

مسکو او اسلام اباد تېره مياشت موافقه کړې وه، چې روسيه به په پاکستان کې د تېلو، انرژۍ، ټرانسپورټ، کرنې او د مخابراتي سکټورونو په پراختيا کې ونډه واخلي.
بلخوا د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز جنرال اشفاق پروېز کياني له خپل روسي سيال سره د ليدنې په هدف روانه اونۍ مسکو ته تللى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ