ads

منګى په درز وهه جانانه

پښتنو كه د پوشنج د جګړو له تاريخه پخوا هم د تورې شرنګ پېژانده، خو د لطيف طبيعت يې   دا حال و چې د موسيقۍ كيف او رنګ يې هم له پېړيو راهيسې د اشنا د څنګ په توګه پاللى، هغه مهال به ښادي وه او كه نه به وه، خو تر نيمو شپو به […]

نویسنده: The Killid Group
11 تله 1391
منګى په درز وهه جانانه

پښتنو كه د پوشنج د جګړو له تاريخه پخوا هم د تورې شرنګ پېژانده، خو د لطيف طبيعت يې   دا حال و چې د موسيقۍ كيف او رنګ يې هم له پېړيو راهيسې د اشنا د څنګ په توګه پاللى، هغه مهال به ښادي وه او كه نه به وه، خو تر نيمو شپو به له خړو حجرو دا ټپه ښه ګرمه راخته چې:

پښتنو كه د پوشنج د جګړو له تاريخه پخوا هم د تورې شرنګ پېژانده، خو د لطيف طبيعت يې   دا حال و چې د موسيقۍ كيف او رنګ يې هم له پېړيو راهيسې د اشنا د څنګ په توګه پاللى، هغه مهال به ښادي وه او كه نه به وه، خو تر نيمو شپو به له خړو حجرو دا ټپه ښه ګرمه راخته چې:

منګى په درز وهه جانانه                 د كلي شاته جينكۍ ولاړې دينه

بيا به د باجې، رباب او منګي ټنګ ټكور ته تر ډېره د ياقربان او د ټپو جنګ روان و او داسې خوند به يې راپرېښود چې ځان او جهان به د شېربانو او يوسف خان داستان ته له خلكو هېر شول، د موسيقۍ د دغه خمار نشه تر ډېره په پښتون ذهن خوره پاتې وه او  اوسمهال هم چې د پښتو موسيقۍ بازار ښه تود برېښي ،مګر ځېنې كلتور پوهان بيا له خپل ليد لوري وايي دا چاره به  افغاني موسيقي د ياقربان  له هسكو د زوال تر كندې ورسوي.

دوى وېره لري چې كه د موسيقۍ له سر او لى ناخبره سندرغاړي د پردۍ او غربي موسيقۍ لمن پرېنږدي، نو دا به پښتو موسيقي د اورېدلو له كيفيته داسې وغورځوي چې نوم اخستل به يې هم د هنر پر ټنډه د چليپا علامت وګرځي.

د كابل پوهنتون محصل شاهد الله مومند هغه ځوان دى چې د افغاني موسيقۍ اوسني حالت په مخه كړى او نه غواړي چې د مطالعې له ستړيا وروسته حتى يوه سندره هم واوري، نوموړى وايي: (( باور وكړه د ځينو سندرو په اورېدو شرم راځي، موسيقي پردۍ، اواز مصنوعي، غږ او شعر تش په نامه، دا خو د هنر اصول نه دي.))

د نوموړي په خبره كه د اوسنۍ موسيقۍ همدا حال وي فكر نه كوي چې دا به يې د اوج نقطه وي، بلكې دا به د افغاني موسيقۍ په اړه د زوال بده پيلامه وګرځي: (( د پښتو موسيقۍ خاصه دا وه چې سُر او ساز له غږ سره سم نيول كېده، اوس مكسنګ او كاپي دود ده كه د روح نارامي غواړې اوسنۍ موسيقي واوره.))

د پښتو ژبې ځوان او نوى سندرغاړى ډاكټر عاطف ثمر د موسيقۍ د بدلون په برخه كې نيمګړتیاوې مني او كلاسيكې موسيقۍ ته هم په لوړ ارزښت قايل دى، مګر په وينا يې دا د نوي نسل غوښتنه ده چې موسيقي تېزه او غربي ډوله وي، مګر نوموړي په سندرغاړو غږ وكړ چې د ذوقونو له مخې  دواړه (( پاپ او كلاسيك) ګډې او خلكو ته وړاندې كړي:(( پخوانۍ موسيقي زموږ ارزښت دى او اوسنۍ موسيقي د خلكو غوښتنه ده، خپله مې دې ته ډېر پام كړى او شايد  مينه  وال مې په همدې ټكي خوښ كړي.))

منګل افغان بيا په كندهار كې د ميداني موسيقۍ هغه سندرغاړى دى چې په هېڅ صورت د نوې غربي موسيقۍ ارزښت نه مني او وايي كه نن د دې موسيقۍ بازار تود هم وبولو، نو دا به لكه د اختر د مېلې دوه ورځې دوام وكړي بيا به يې نكريزې پر ديوال د ورتپلو هم نه وي: (( څوك وايي غربي موسيقي د خلكو خوښه ده، زه بهر ته تللى يم خلك مې حتى له مخې نه مكسر مايكونه هم لرې كوي او وايي سوچه موسيقي راته وغږوه.))

منګل افغان د دې پوښتنې په ځواب كې چې ولې يې په خپله هم  ځېنې سندرې د غربي موسيقۍ په سر او تال كې  زمزمه كړي؟ كليد ته داسې وويل: (( يوولس كاله مې كلاسيكه موسيقي غږولې او زده كړې ده، خو ايله دوه سندرې مې د ځېنو كسانو په ټينګار داسې وويلې چې د كلاسيكې موسيقۍ تر څنګ په كې غربي پاپ موسيقي هم ګډه وه، ځان پرې ملامت بولم خو دومره مې كړي چې د شعر انتخاب مې له پامه نه دى په كې غورځولى.))

د ده په خبره په پاپ موسيقۍ كې نورې سندرې ځكه نه وايي چې دغې خړ سېلاب د كلاسيك دور د موسيقۍ جونګړه د بې نومه سرنوشت په لور وراخستې او معلومه نه چې د ياقربان ساه به كله وباسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA