ټاكل شوې چې افغانستان، امريكا او پاكستان د سولې د راوستو په نيت د بندو دروازو تر شا يوه پټه ناسته ترسره كړي، خو د ولسي جرګې ځېنې غړي او سياسي شنونكي دغه ګام د سولې د راوستو په هدف بې اغېزې بولي.
ټاكل شوې چې افغانستان، امريكا او پاكستان د سولې د راوستو په نيت د بندو دروازو تر شا يوه پټه ناسته ترسره كړي، خو د ولسي جرګې ځېنې غړي او سياسي شنونكي دغه ګام د سولې د راوستو په هدف بې اغېزې بولي.
دغې محرمانه غونډې ته لا څو ورځې پاتې دي او ښايي د درې واړو لوريو مشران په كې د سولې د لارو چارو او د تروريزم پر ضد د جګړې پټ بحثونه وكړي.
د پاكستان خارجه وزيرې حنا رباني كهر امريكا ته د خپل وروستي سفر په ترڅ كې اسوشييټډ پرس ته د يادې غونډې د اهدافو په اړه ويلي، دوى د دې لپاره راټولېږي څو د حقاني شبكې او نورو ترورېستي ډلو پر ضد د همكارۍ مهم مسايل وڅېړي.
دغه راز د افغانستان د خارجه وزارت مرستيال وياند فرامرز تمنا د دغې محرمانه ناستې په اړه ويلي چې د درې واړو هېوادونو د خارجه وزارتونو معينان به سره د ملګرو ملتونو په چوكاټ كې راغونډېږي: (( دا ډول ډپلوماټيكې ناستې به موږ درې واړه هېوادونه يو بل ته نږدې كړاى شي، او هيله ده چې له دې لارې د ترهګرۍ پر ضد د پاكستان رښتېنې ملګرتيا ترلاسه كړو، څو د سيمې هېوادونو امنيت په ګډه تامين شي.))
خو سياسي شنونكي بيا دغه ډول اقداماتو ته ځكه خوشباوره نه دي چې په وينا يې پاكستان هيڅكله هم د ترهګرۍ ضد جګړه كې په صداقت نه دى ولاړ او نه يې هم په دې برخه كې خپلې كړې ژمنې پوره كړي دي.
د سياسي چارو كارپوه غلام جيلاني ځواك وايي، تر هغه چې د درې واړو هېوادونو ټول مشران او پاليسي جوړونكي پر يو ټغر راټول نه شي، نو دا ډول ناستې به معمولي وي: (( امريكا او پاكستان هسې لوبه جوړوي تر اوسه يوه هم دا ثابته نه كړه چې ګواكې دوى په رښتينې ډول د ترورېزم ضد جګړه كوي، په دې ناستو سوله نه شي راتلاى.))
ځواك د پاكستاني چارواكو دا خبره هم رد كړه چې ګواكې دوى د حقاني شبكې او نورو تروريستي ډلو د ځپلو په اړه خبرې كوي، هغه وايي پاكستان به هيڅكله هم د حقاني شبكې په اړه چې د دوى استخباراتي اهدافو ته كار كوي، كوم عملي ګام پورته نه كړي.
د سيمه ييزو مطالعاتو د مركز مشر عبدالغفور لېوال بيا دغه ډول ناستو او د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د پاكستان لېوالتيا پر دغه هېواد د امريكا فشار بولي او وايي: (( داسې ښكاري چې پر پاكستان زيات فشار دى، ځكه خو يې اوس د افغانستان په اړه سياست په بدلېدو دى، زه وايم چې دا درې اړخيزه ناسته به ښې پايلې ولري.))
په ولسي جرګه كې د خلكو استازى سرور عثماني بيا وايي كه دا پټه غونډه ښكاره هم ترسره شي، نو د سولې په راوستو كې به اغېز ونه ښندي، نوموړى د افغانستان په مسئله كې امريكا او پاكستان دواړو ته د نه رښتينولۍ ګوته نيسي او وايي: ((امريكا ته معلومه ده چې د ترهګرۍ ځالې له پولې پورې غاړه دي، اكمالات او تجهيزات يې هم له هغې غاړې کېږي، ولې يې پر ضد عملي اقدام نه پورته كوي.))
بله خوا په كابل پوهنتون كې د نړيوالو اړيكو استاد فيض الله جلال كه څه هم د درې واړو هېوادونو محرمانه ناستې ته د اهميت په سترګه ګوري، خو دى هم دا ډول ناستې په افغانستان كې د سولې راوستو لپاره موثرې نه بولي، نوموړى وايي: (( څو چې په افغانستان كې قومي، ټولنيزو او تاريخي تعصباتو او حساسيتونو جرړې ونه ويستل شي، سوله نه راځي كه راشي هم نو هغه به دوامداره سوله نه وي.))
هېره دې نه وي چې د پاكستان خارجه وزيرې د درې اړخېزې ناستې په اړه څرګندونو كې دا هم ويلي چې د پاكستاني شنونكو په باور د دغه هېواد خاوره له تېرو لسو كلونو راهيسې د حقاني شبكې او نورو ډلو لپاره پټنځاى و.
خو په دې وروستيو كې د پاكستان او امريكا تر منځ د سياسي کړکیچ د رامنځته كېدلو وروسته لوړرتبه امريكايي چارواكو پاكستان ته اخطار وركړ، كه پاكستان د دغو تروريستي ځالو په له منځه وړلو كې عمل ونه ښيي، نو دوى به پخپله اقدام وكړي.
خو د سياسي څارونكو په وينا دغه اخطار پر پاكستان اثر ونه كړ او نه يې هم د ترورېستانو په ځپلو پسې راواخسته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


