په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو عمومي قومندان جنرال جان الن تبديلېږي او پر ځاى يې راتلونکى کال د امريکا د پوځ د سمندري پليو ځواکونو بل جنرال ټاکل کېږي.
په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو عمومي قومندان جنرال جان الن تبديلېږي او پر ځاى يې راتلونکى کال د امريکا د پوځ د سمندري پليو ځواکونو بل جنرال ټاکل کېږي.
لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې د امريکايي چارواکو له قوله راپور وركړى، سپينه ماڼۍ په پام کې لري، چې د سمندري ځواکونو د قول اردو مرستيال قومندان جنرال جوزيف ډنفورډ د جنرال جان الن پرځاى ونوموي.
جان الن د ۲۰۱۱ ميلادي کال له نيمايي راهيسې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قومانده په لاس کې لري.
(د امريکا د نوي امنيت مرکز) په نوم په واشنګټن کې د يوې څېړنيزې موسسې غړى او متقاعد جنرال ډېوېډ بارنو وويل، جنرال الن له دندې ګوښه كېږي نه، بلکې جمهوررئيس اوباما غواړي، چې يو بل څوک، چې د افغانستان د اوسنۍ ستراتېژۍ جوړوونکى نه وي، د افغانستان جګړې ته تازه کتنه وکړي.
په پام كې ده، چې جنرال جان الن د راتلونكې جنورۍ په مياشت کې له افغانستانه لاړ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

