د هېواد پر ختيځ د پاكستاني توغندويي بريدونو درنه او سنګينه مسئله بالاخره له ډېرو فريادونو، لاريونونو، د ولسي او ملي جرګو له غالمغال، د وزيرانو تر سلب صلاحيت او د ناټو، پاكستاني او افغان نظاميانو د درې اړخيزې ناستې له وړانديز وروسته د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د افغان لوري لخوا وړاندې
د هېواد پر ختيځ د پاكستاني توغندويي بريدونو درنه او سنګينه مسئله بالاخره له ډېرو فريادونو، لاريونونو، د ولسي او ملي جرګو له غالمغال، د وزيرانو تر سلب صلاحيت او د ناټو، پاكستاني او افغان نظاميانو د درې اړخيزې ناستې له وړانديز وروسته د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د افغان لوري لخوا وړاندې شوه.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول د سپټمبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه كې پر پاكستان غږ وكړ چې د ډيورنډ له پورې غاړې راكټي بريدونو مخنيوى كه ونه كړي، نو دا به په راتلونكې كې د دواړو ګاونډيو سياسي او اقتصادي اړيكې لا ترينګلې كړي.
خو په ياده غونډه كې ناستې پاكستانۍ وزيرې حنا رباني كهر بيا دغه خبره داسې له يوه غوږه واورېده او پر بل يې وويسته چې ګواكې هيڅ يې په دې پېچلې مسئله سر نه وي خلاص شوى. نوموړې په نيويارك كې د امنيت شورا غونډې ته په خپلو خبرو كې د ترهګرۍ ضد جګړه كې له افغانستان سره د ملګرتيا او همكارۍ تكراري ټيكۍ اچولې.
د راكټي بريدونو او يا له افغانستان سره د همكارۍ په اړه چې د پاكستان دريځ او نيت هر ډول وي، نو وي به ځكه اوسمهال د افغان لوري لخوا د همدغې بدنيتۍ رسمي شكايت په ملګرو ملتونو كې ثبت شو، خو له افغانانو سره پوښتنه دا ده چې ايا د افغان حكومت له پرله پسې ډپلوماټيكو هڅو، غبرګونونو او ان د امنيت شورا له دريځه د دغو بريدونو د مخنيوي غوښتنه به رنګ راوړي او كه خبره به په ((خير ما او خير شما)) غوټه پاتې شي.
پر دې ټکي ځکه تم کېږو چې د شننونكو په خبره هلته هم چې د امريكا او متحدينو ګټې په كې وي، خبره ژر سر نيسي، لكه د لېبيا، عراق او ايران د مسئلو په باب چې د دغې شورا پرېكړې له كوم ځنډ پرته عملي شوې.
د چارو شنونكى او ژورنالست عبدالغني هاشمي پر همدې ګروهه دی، د هغه په عقیده ډېرى هغه مهم موضوعات چې د امريكايي متحدينو په ګټه نه دي، لا هم د دغې شورا په كاغذونو كې د رسمي اقدام لپاره شپې ورځې شمېري.
نوموړی وايي، په داسې مسئلو كې امنيت شورا يوازې په وينا او ډپلوماټيكو تشريفاتو ټينګار كوي، لكه د فلسطين په مسئله كې چې يې د اسرائيلو پر وړاندې كوم دريځ نيولى: ((بيا هم كه كوم اجرائيوي عمل ونه شي چې تمه یې نشته، نو حد اقل پاكستان به په دې اړه ګرم وبلل شي او موږ به تر خپلې وسې ډپلوماټيك اصول په پام كې ساتلي وي.))
نوموړى په امريكا هم نيوكه كوي چې د ستراتيژيكو همكاريو د سند له مخې دا هېواد اړ و څو د افغانستان د ملي ګټو او ارضي تماميت د ساتلو په برخه كې يې زموږ مرسته كړې وه مګر تر اوسه پاكستان ته د ځينو مجبوريتونو له مخې د فشار مخه نه شي راګرځولى او په ښكاره له ګډ ستراتيژيك سند څخه د سرغړولو هڅه كوي: (( كه له پاكستان سره د كومې ګډې لوبې خبره وي، نو امريكا به لا هم په دې اړه چوپ پاتې شي، خو ملګري ملتونه بيا د پرېكړې حق لري، هلته كه هم امريكا چوپ كېږي، نو مغرضانه ملګرتيا او عمل به يې ټولو ته څرګند شي.))
د پاكستاني پوځيانو له لوري د افغانستان پر سرحدي سيمو د بريدونو، پوستو رامخته كولو او راكټونو د ورولو لړۍ پوره يو نيم كال كېږي چې راروانه ده او تر اوسه يې له پنځوسو زيات افغانان د بې اجله مرګ كومې ته ورښكته كړي، همدارنګه د كونړ او نورستان سلګونه كورنۍ يې له سيمې كډې كولو ته اړې كړې دي.
د کلید ګروپ او ازادۍ راډیو د موندنو له مخې پاكستاني پوځيانو د وروستيو پنځو مياشتو په موده كې ۵۰۰۰ ړانده راكټونه له پولې دې غاړې ته راتوغولي دي.
په لومړيو كې دا خبره پاكستاني لوري نه منله خو بيا چې كله په كونړ كې ايساف ځواكونو دا تثبيت کړه، نو د پاكستاني پوځ ويندويانو په خپل دغه جرم داسې خندوونكى اقرار وكړ چې افغانان يې په ځان پورې حيران كړل، د پاكستاني پوځ ويندويانو وويل، دا راكټونه د هغو وسله والو د ډزو په مقابل كې ورول كېږي چې د افغانستان له پولې پر پاكستاني پوستو بریدونه کوي.
په ختيځ كې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو عامه اړيكو مسوول ډګروال نعمان هاتفي كليد ته په يوه مركه كې ويلي وو چې پاكستاني راكټونه زياتره د کونړ د دانګام ولسوالۍ د سور کمر، زوړ کمر، زوړ بروال، ترله، کوشتۍ، سورګل او بر کوشتۍ په كليو شپه او ورځ لګي چې له كبله يې په زرګونه كسان له سيمې كډې ته اړ شول خو د افغان دولت غبرګون په ((شيخ فريده خوله پټه بهتري)) ده كې نغښتى و.
كله چې وروستيو لاريونونو، د ولسي او مشرانو جرګو توندو غبرګونونو زور واخست، نو افغان ډپلوماټانو د مسئلې حل ډپلوماټيكو خبرو كې وباله، دغه راز پاكستاني پوځونو چې د افغان حكومت د صبر زغم او ډپلوماټيك حل د هلو ځلو او د ايساف مړژواندې غندنې واورېدې، نو سره له دې چې راكټونه يې ورول مګر د خپل سفير له لارې يې د ناټو، افغان او پاكستاني نظاميانو د يوې څېړنېزې ناستې طرحه وړاندې كړه.
په دې خبرو كې چندانې پرمختګ تر سترګو نه شو او افغان حكومت مجبور شو چې مسئله امنيت شورا ته په رسمي شكايت كې وړاندې كړي. د افغان لوري په نمايندګۍ خارجه وزير زلمي رسول بې له دې چې ارقام او امارو وړاندې کړي وغږېد او د ملګرو ملتونو استازو د حملو د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې دا کار د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې خرابوي.
دا خبره شايد پاكستاني لوري ته مهمه نه وه ځكه يې يوازې د خپلې زېږندې د سرشوخيو په مقابل كې د افغان دولت مرستې ته يو ځل بيا خپله درواغجنه سينه وډبوله، خو اوس د اميد سترګې د امنيت شورا تر پرېكړې په انتظار دي چې د رسمي شواهدو تر وړاندې كولو وروسته به څه کوي؟
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

