ads

سوله ييز لاريون، مدني حرکت

په داسې حال کې چې په افغانستان او نړۍ کې لاهم له سپکاوي ډک فلم پرضد پراخ لاریونونه روان دي، حقوقي پوهان ټینګار کوي چې دا مظاهرې باید په قانوني چوکاټ کې ترسره شي. په داسې حال کې چې په افغانستان او نړۍ کې لاهم له سپکاوي ډک فلم پرضد پراخ لاریونونه روان دي، حقوقي […]

نویسنده: TKG
8 تله 1391
سوله ييز لاريون، مدني حرکت

په داسې حال کې چې په افغانستان او نړۍ کې لاهم له سپکاوي ډک فلم پرضد پراخ لاریونونه روان دي، حقوقي پوهان ټینګار کوي چې دا مظاهرې باید په قانوني چوکاټ کې ترسره شي.

په داسې حال کې چې په افغانستان او نړۍ کې لاهم له سپکاوي ډک فلم پرضد پراخ لاریونونه روان دي، حقوقي پوهان ټینګار کوي چې دا مظاهرې باید په قانوني چوکاټ کې ترسره شي.

د افغانستان يو شمېر اسلامي او حقوقي پوهانو د اسلامي ارزښتونو د سپکاوي پر وړاندې لاريونونه د ټولو افغانانو قانوني حق وباله، خو په ډاګه يې کړه چې لاريون کوونکي بايد د حکومت غوښتنې په پام کې ونيسي.

دوی وويل لاريون کوونکي باید د خپل هېواد دښمنانو ته دا وخت برابر نه کړي چې مظاهرې په تاوتريخوالي بدلې کړي، عامه شتمنۍ زيانمنې او يا د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ته لار اواره کړي.

د سیمه یيزو مطالعاتو د بنسټ په نوښت په غونډه کې چې د مشرانو جرگې يو شمېر سناتورانو، حقوقي پوهانو او ديني عالمانو برخه اخستې وه، په همدې اړوند خبرې وشوې.

دغو پوهانو ويل، د اسلامي ارزښتونو د سپکاوي په حالت کې ټول مسلمانان قانوني او حقوقي حق لري چې مظاهرې وکړي.

ويناوالو د اسلام د پېغمبر (ص) پر ضد جوړ شوى فلم په سختو ټکو وغانده، او ويې ويل چې دې چارې له يوه مليارد نه د ډېرو مسلمانانو احساسات ځپلي دي.

پوهانو دې عمل ته د يوه نړيوال جرم نوم ورکړ چې په وينا يې ترسره کوونکي يې بايد سزا وګوري.

د ناستې د سنبالونکي بنسټ مشر عبدالغفور ليوال وايي، ويناوالو لاريون د ولس حق وباله خو په ټينګار يې وويل چې لاريون بايد سوله یيز وي او د هېواد دښمنان بايد وخت بيا نه مومي چې د لاريون په نامه ولسي وګړو او ټولګټو شتمنيو ته زيان واړوي.

د مظاهرو په اړه دغه علمي غونډه داسې مهال جوړه شوې چې د اسلام ضد امريکايي فلم پر وړاندې لا هم لاريونونه روان دي.

په افغانستان كې لاريونونه له پكتيا او ننګرهار ولايتونو پيل شول.

د وږي په ۲۳ مه د ننګرهار او پكتيا ولايتونو يو شمېر خلك، لارو كوڅو ته راووتل او د دغه امريكايي فلم پر ضد يې سوله ييز غبرګون وښود.

لاريون والو پر امريكايي جمهور رئيس اوباما، امريکايانو او هغه چا د مرګ چيغې وهلې چې دغه فلم يې جوړ کړى دى.

د ننګرهار په مارکو سيمه کې را ټولو شويو لاريون کوونکو د اوباما او د فلم خپرونکي جوړې کړې نانځکې او د امريکا بېرغ ته اور واچاوه.

د وږي په ۲۵ مه په خوست او يو ځل بيا په ننګرهار کې سلګونو کسانو د امريکايي فلم پر ضد سوله ييز لاريونونه وکړل او د دغه فلم جوړونکو ته يې د سزا غوښتنه وکړه.

د لاريون ګډونوالو د امريکا پر ضد شعارونه ورکول او د اسلام د بريا او سر لوړۍ لپاره يې د يووالي غوښتنه کوله.

دغه راز د خوست پوهنتون سلګونو محصلينو هم د پوهنتون په انګړ کې دننه سوله ييز لاريون وکړ او د ياد فلم خپرول يې وغندل.

د وږي په ۲۶ مه د کابل د پوهنتونونو محصلينو اسلام ته د سپکاوي په اړه د جوړ شوي فلم پرضد لاريون وكړ.

د کابل د بېلابېلو پوهنتونونو سلګونو تنو محصلينو چې د امريکا پر ضد يې شعارونه ورکول، د کابل پوهنتون مخې ته يو شپږ ماده يېز پرېکړه ليک هم ولوست.

په پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې که چېرې د امريکا حکومت فلم جوړونکي محاکمه نه کړي، نو خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

د وږي په ۲۷ مه د كابل په ختيځ كې لاريون په تاوتريخوالي واوښت.

د کابل د امنيې قومندان جنرال ايوب سالنګي په خبره، له څلويښتو تر پنځوسو پوليس په دغه لاريون كې ټپيان شول.

د هرات پوهنتون لسګونو محصلينو هم په همدې ورځ ورته لاريون ترسره كړ، خو د بلخ پوهنتون محصلينو بیا د اسلام د ستر پېغمبر په اړه د جوړ شوي فلم د غندنې په غونډه كې، په لنډه مهاله توګه له امريكا سره د افغانستان د ستراتيژيك تړون د ځنډېدو غوښتنه وكړه.

د نړۍ په كچه هم د دغه فلم پر وړاندې پراخ لاريونونه دوام لري.

د نړۍ په كچه د اسلامي امت له لوري د دغه فلم د جوړېدو پر وړاندې لومړي اعتراضونه له مصر  څخه پيل شول.

په مصر کې د دغه فلم د ځينو برخو له ليدل کېدو وروسته له دغه هېواد نه پيل شوې مظاهرې په ټوله عربي نړۍ کې خپرې شوې.

په دې لړ كې د ليبيا په بن غازي ښار کې مظاهره کوونکو د امريکا د قونسل ګرۍ پر ودانۍ بريد وکړ، په دې بريد کې د ۱۰ ليبيايانو په ګډون د امريکا قونسل او درې تنه نور امريکايان ووژل شول.

بل لور ته په يمن، مصر، مراکش، سوډان،تونس، ايران، بنګله دېش او پاكستان کې هم د دغه فلم پر ضد مظاهرې شوي، په تونېس کې مظاهره کوونکو د امريکا سفارت ته د ننوتو کوښښ کړي.

د پاكستان په مظاهرو كې ۱۹ كسان ووژل شول. كه څه هم په افغانستان كې د كابل د ختيځ لاريون په تاوتريخوالي واوښت، خو ويل كېږي چې د نورو وختونو په پرتله دا ځل د افغانانو ډېرى لاريونونه سوله ييز و او هومره ځاني او مالي زيانونه يې نه درلودل چې د مدني حرکت او خوځښت پیلامه بللی شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA