د افغانستان، پاکستان او بريتانيا مشرانو په نيويارک کې درې اړخيزه غونډه وکړه. په دې خبرو کې، چې پرون د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ترڅنګ وشوې، د پاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې دې د روغې جوړې
د افغانستان، پاکستان او بريتانيا مشرانو په نيويارک کې درې اړخيزه غونډه وکړه.
په دې خبرو کې، چې پرون د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ترڅنګ وشوې، د پاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې دې د روغې جوړې خبرې د افغانانو په مشرۍ وشي او پاکستان به مرسته ورسره وکړي.
د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون ژمنه وکړه، چې په افغانستان او پاکستان کې به د سولې له هڅو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
جمهوررئيس حامد کرزي د بريتانيا له لومړي وزير څخه مننه وکړه، چې په دې غونډې کې يې برخه اخيستې ده.
د افغانستان د جمهوررئيس د پلاوي يوه غړي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله وويل، چې درې واړو مشرانو دافغانستان د سولې د پروسې، د سيمې د امنيت، ثبات او پرمختګ په اړه خبرې وکړې.
تردې يوه ورځ مخکې د افغانستان، هند او امريکا استازو په نيويارک کې درې اړخيزه غونډه لرله او د دې غونډې ټولو ګډونوالو په ښه او ازاده توګه خپل نظريات وړاندې کړل او پرېکړه يې وکړه، چې د خپلو ګډو ګټو، ارزښتونو او هدفونو په اړه به دا ډول خبرو اترو او غونډو ته دوام وركړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

