د ايران جمهوررئيس د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې امريکا تورنه کړه، چې افغانستان يې اشغال کړى دى. محمود احمدي نژاد په خپله وينا کې لويديځ هېوادونه تورن کړل، چې نړۍ په اټومي وسلو تهديدوي.
د ايران جمهوررئيس د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې امريکا تورنه کړه، چې افغانستان يې اشغال کړى دى.
محمود احمدي نژاد په خپله وينا کې لويديځ هېوادونه تورن کړل، چې نړۍ په اټومي وسلو تهديدوي.
نوموړي، چې پرون يې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې خبرې کولې، د نړۍ پياوړي مشران هم د ناخوالو په رامنځته کولو تورن کړل:
احمدي نژاد دا هم وويل، چې افغانستان امريکا نيولى دى او عراق يې هم اشغال کړى.
نوموړي د فسلطينيانو او اسراييل موضوع هم د تېرو ويناوو په څېر ياده کړه، خو د سوريې په اړه يې څه ونه ويل.
د احمدي نژاد د خبرو پر مهال د امريکا او اسراييل استازي په غونډې کې نه وو او د کاناډا استازى د خبرو له پيلېدو سره له غونډې ووت.
نوموړي په خپله وينا کې د ايران اټومي پروګرام ته اشاره ونه کړه، خو د سې شنبې په ورځ د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما ملګرو ملتونو ته وويل، چې د ايران د اټومي لانجې لپاره د ډيپلوماسۍ لاره محدوده ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

