د كندوز ښاروالۍ په شپږ نيم مليونه افغانيو مالي لګښت د دې ادارې د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې. د کندوز ښاروال نجیب الله عمرخېل وايي، یاده ودانۍ په ۲۵۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي، چې ۶ خونې، یو کنفرانس خونه او نور اړوند ملحقات لري.
د كندوز ښاروالۍ په شپږ نيم مليونه افغانيو مالي لګښت د دې ادارې د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.
د کندوز ښاروال نجیب الله عمرخېل وايي، یاده ودانۍ په ۲۵۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي، چې ۶ خونې، یو کنفرانس خونه او نور اړوند ملحقات لري.
ده زياته كړه، دغه دوه پوړيزه ودانۍ چې د جوړېدو چارې به يې راتلونکو درېيو میاشتو کې بشپړې شي، لګښت يي د ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه وركول كېږي.
د عمرخېل په وينا، د هرکال په تېرېدو سره د ښاروالۍ د مامورینو په شمېر کې زیاتوالى راځي نو له دې کبله نویو ودانیو ته اړتیا لیدل کېږي.
ده زياته كړه، پخوا دوی د خونو د كمښت له كبله له ستونزو سره مخ و او اداری پرسونل لپاره ېې کومه ځانګړې ودانۍ نه درلوده، چې په دې سره به يې یادې ستونزې اوارې شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


