ads

د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې څلور تنه ووژل شول

د پاکستان د شمالي وزيرستان اړوند د ميرعلي په سيمه کې د امريکايي بې پېلوټه الوتکو بريد کې څلور تنه وژل شوي دي. په سيمه کې يوه دولتي چارواکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې تېره شپه شاوخوا اته نيمې بجې امريکايي بې پېلوټه الوتکو د ميرعلي اړوند د پاکستان د […]

نویسنده: TKG
4 تله 1391

د پاکستان د شمالي وزيرستان اړوند د ميرعلي په سيمه کې د امريکايي بې پېلوټه الوتکو بريد کې څلور تنه وژل شوي دي. په سيمه کې يوه دولتي چارواکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې تېره شپه شاوخوا اته نيمې بجې امريکايي بې پېلوټه الوتکو د ميرعلي اړوند

د پاکستان د شمالي وزيرستان اړوند د ميرعلي په سيمه کې د امريکايي بې پېلوټه الوتکو بريد کې څلور تنه وژل شوي دي.

په سيمه کې يوه دولتي چارواکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې تېره شپه شاوخوا اته نيمې بجې امريکايي بې پېلوټه الوتکو د ميرعلي اړوند د موسکي په کلي کې پر يوه کور بريد وکړ.

د هغه په وينا، دغو الوتکو پر يوه کور دوه توغندي وتوغول، چې له كبله يې څلور تنه ووژل شول.

نوموړي زياته کړه، چې د وژل شوو پېژندګلوي نه کېږي او تر اوسه نه ده په ډاګه، چې دغه کسان د سيمې اوسېدونکي وو که بهرنيان.

په روان ميلادي کال کې پر شمالي وزيرستان دا څلوردېرشم بريد دى، چې د امريکايي بې پېلوټه الوتکو لخوا ترسره كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA