واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په تازه ګڼه کې په افغانستان کې د سولې لپاره له طالبانو سره د يوې موافقې په اړه د پاکستان او امريکا د ګډ پلان خبر ورکړ. ورځپاڼه وايي، امريکا او پاکستان په ګډه خبرو ته د طالبانو د حاضرولو او په افغانستان کې د سولې او پخلاينې د يوې موافقې د لاسليکولو لپاره پر داسې طرحې كار كوي
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په تازه ګڼه کې په افغانستان کې د سولې لپاره له طالبانو سره د يوې موافقې په اړه د پاکستان او امريکا د ګډ پلان خبر ورکړ.
ورځپاڼه وايي، امريکا او پاکستان په ګډه خبرو ته د طالبانو د حاضرولو او په افغانستان کې د سولې او پخلاينې د يوې موافقې د لاسليکولو لپاره پر داسې طرحې كار كوي چې له مخې به يې طالبان سولې ته اړ شي او پاکستان ته به موقع برابره کړي چې د خپل ګاونډي په راتلونکي کې زيات رول ولري.
د سرچينې له قوله دا ګډه طرحه لومړی پلا څه موده مخکې د پاکستان د جمهور رئيس اصف علي زرداري او امريکايي چارواکو ترمنځ مطرح شوه او د دې پلان د محرمانه توب له کبله له هغې خبرو کسانو نه غوښتل چې نومونه يې واخيستل شي.
واشنګټن پوسټ وايي چې دا پلان لاهم تر كار لاندې دی او تراوسه د کوټې ښار او شاوخوا کې يې له دېره طالب مشرانو سره د پاکستان د مستقيم ارتباط او دغه راز د حقاني شبکې د حضور يا نه حضور مسئله پکې سپينه شوې نه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

