په دې وروستیو کې یو ځل بیا د جګړې د ښکېلو غاړو لخوا د ملکي تلفاتو د ډېرېدو خبرې کیږي چې له بده مرغه هرکله چې بیا له ښکېلو غاړو څخه په دې اړه پوښتل کیږي، دا خبره ترېنه اورېدل کیږي چې جګړه ده او په جګړه کې خو حلوا نه وېشل کیږي.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا د جګړې د ښکېلو غاړو لخوا د ملکي تلفاتو د ډېرېدو خبرې کیږي چې له بده مرغه هرکله چې بیا له ښکېلو غاړو څخه په دې اړه پوښتل کیږي، دا خبره ترېنه اورېدل کیږي چې جګړه ده او په جګړه کې خو حلوا نه وېشل کیږي.
خو بالاخره جګړه هم ځان ته اصول او قوانین لري چې په نړۍ کې د جنګ ښکېلې غاړې یې په رعایت مکلفې دي.
ايساف ځواکونو یو ځل بیا د خپلو تېروتنو په دوام تېره اوونۍ د لغمان د الينګار ولسوالۍ د نورلام درې پر غرنيزې سيمې هوايي بمبار وکړ چې له کبله يې اته هغه ښځې چې په غره کې یې خس ټولول، ووژل شوې او لس نورې ټپي شوې.
ايساف وروسته له پېښې وویل چې له دغو عملياتو يې ځانګړى هدف د وسلوالو مخالفينو ځپل وو، خو دا چې عام وګړي په کې وژل شوي، دوى يې بشپړ مسووليت پر غاړه اخلي.
څومره د تاسف خبره ده، وروسته له دې چې یو شمېر بې ګناه ملکي وګړي هغه هم ښځې وژل کیږي بیا یې مسوولیت اخيستل کیږي او تېروتنه بلل کیږي !!!! آیا د تېروتنې منل او یا د تاسف او خواشینۍ څرګندول به د هغه ماشوم درد دوا کړي چې له غریبۍ او نېستۍ یې مور غره ته په خسو پسې تللې وه ؟ او آیا خواشیني به هغه چاته بېرته ژوند وروبښي چې خدای ورکړی د ژوند کولو حق ترېنه اخستل شوی؟ داهغه پوښتنې دي چې له ۳۵ کلونو را پدېخوا له دغه مظلوم او بې ګناه ملت سره موجودې دي ځواب یې هم دا دی چې نه! کله هم نه! دا ځکه چې د هرې دورې یا نظام په راتګ سره زموږ په کورنیو چارو کې د پردیو لاسوهنې نه دي له منځه وړل شوې او دا اصل زموږ له مشرانو هېر شوی چې په خپلو کې سره کېني او د دې اوږدې غمیزې د پای ته رسولو تابیا ونیسي.
دا لومړی ځل نه دی چې له داسې عام وژنې سره مخامخ کیږو، په وار وار د جګړې د ښکېلو غاړو لخوا د داسې دردوونکو پېښو شاهدان وو. دوه ورځې مخکې له دې پیښې په هېواد کې د ملکي تلفاتو د دوام له کبله د بشري حقونو خپلواک کمېسيون خپله اندېښنه څرګنده کړه.
د دې کمېسيون د کابل د ساحوي دفتر مشر شمس الله احمدزي وویل چې په هوايي بريدونو، د سړک غاړې ماين چاودنو او جګړو کې د ملکيانو وژنه له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وروسته تر هغه د ملکي تلفاتو پر زياتېدو اندېښنه وښوده چې د وړمې جمعې په ورځ د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د سړک غاړې ماين چاودنې د دوو کورنيو ١٢ غړي ووژل چې اکثريت يې ښځې او ماشومان وو.
دا په داسې حال کې ده چې بلخوا بیا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشره وايي، که څه هم په هېواد کې د بشري حقونو پر وړاندې خنډونه ډېر دي، خو د ګاونډيو هېوادونو په پرتله دلته د بشري حقونو وضعيت ښه دى.
آیا دې ټولو وژنو، ځانمرګو بريدونو، بمباریو، ماین چاودنو، وهلو ټکولو، صحرايي محکمو، د مجبوریتونو پر بنسټ له کور څخه تېښتې، سوځونو، جنسي تېریو او ….. ته په کتو سره ویلی شو چې د بشري حقونو وضعیت ښه دی؟ په هر حال …………
له کومه وخته چې په هېواد کې د جګړې خونړی ټغر غوړول شوی دی، له هغه وخت څخه بیا را په دېخوا بې ګناه او ملکي افغانان د دغو خپل منځیو جګړو قرباني کیږي.
په افغانستان کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله هغه نه ختمېدونکی داستان دی چې د طالبانو له دوهم ځلي منځ ته راتګ (۲۰۰۴) کال څخه را پدېخوا یو ځل بیا پرته له ځنډه ادامه لري او د هغه ختم ته نه یوازې هیله من کېدای نه شو، بلکې د ناټو د جنرالانو په وینا، د جګړې په تشدید یا چټکتیا سره به دغه مرګ ژوبلې او تلفات نور هم زیات شي.
په روانه تپل شوې جګړه کې عملیات داسې ترسره کیږي چې له دواړو لوریو د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه نه کیږي او په ډېره بې رحمانه توګه د مرګ کومي ته استول کیږي. تر ټولو دردوونکې خو بیا دا ده چې په څو، څو واره دا تېروتنې تکراریږي او وروسته بیا د بښنې په غوښتو او یا په دې اړه به تحقیق ترسره شي بسنه کیږي.
په پای کې ویلی شو چې د افغانستان جګړه اوس په یوه نه حلېدونکې معما بدله شوې چې حتی نړیوال یې د حل لارې ته ګوته په خوله دي، خو یو څه چې د ویلو وړ دي، هغه دا دي چې تر څو په خپله افغانان سره یو لاس او یو موټی نه شي او دغې غمیزې ته د حل لاره ونه مومي، نورې ټولې هڅې به بې ګټې وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


