ads

د بې پيلوټه الوتكې په بريد كې ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د پاکستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د امريكا د بې پيلوټه الوتکې په بريد كې ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. په سيمه کې يوه دولتي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه بريد نن سهار د شمالي وزيرستان له مركز ميرانشاه د […]

نویسنده: TKG
1 تله 1391

د پاکستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د امريكا د بې پيلوټه الوتکې په بريد كې ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. په سيمه کې يوه دولتي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه بريد نن سهار د شمالي وزيرستان له مركز ميرانشاه

د پاکستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د امريكا د بې پيلوټه الوتکې په بريد كې ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

په سيمه کې يوه دولتي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه بريد نن سهار د شمالي وزيرستان له مركز ميرانشاه څخه شاوخوا څلوېښت كيلومتره لرې لويديځ لورته افغان پولې ته څېرمه د دته خېل په لانډي خېل سيمه کې شوى دى.

نوموړي زياته کړې، چې بې پيلوټه امريکايي الوتکو په سيمه کې پر يوه موټر يو په بل پسې دوه توغندي وتوغول چې په ترڅ كې يې درې تنه ځاى پرځاى ووژل شول او يو بل موټر هم زيانمن شوى.

د پاكستان د دولتي تلوېزيون د راپور له مخې په دې پېښه كې ۲ تنه ټپيان شوي هم دي.

تراوسه دا څرګنده نه ده، چې په بريد كې وژل شوي او ټپيان سيمه ييز طالبان او كه بهرني وسله وال وو، خو تر دې وړاندې هم پر دې سيمې ورته بريدونو كې سيمه ييز او پنجابي طالبان، بهرني ترهګر او د حقاني شبكې غړي په نښه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA