څلور لسیزې کېږي چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او نورو نړیوالو قوتونو د ګټو قرباني دی. کله موږ د روسانو د ګټو لپاره قرباني ورکوو او کله هم موږ د دفاع پاکستان لپاره قربانېږو، کله د عرب جنګیالیو لپاره پناه ځای ګرځو، مقصد دا دی چې جنګ د نورو دی، خو قیمت یې موږ په خپلو وینو او د ملک او ټاټوبي په تخریب او ورانولو ورکولو.
څلور لسیزې کېږي چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او نورو نړیوالو قوتونو د ګټو قرباني دی. کله موږ د روسانو د ګټو لپاره قرباني ورکوو او کله هم موږ د دفاع پاکستان لپاره قربانېږو، کله د عرب جنګیالیو لپاره پناه ځای ګرځو، مقصد دا دی چې جنګ د نورو دی، خو قیمت یې موږ په خپلو وینو او د ملک او ټاټوبي په تخریب او ورانولو ورکولو.
په تېرو لسو کلونو کې چې د نړۍ د اسلامي او نااسلامي هېوادونو توجه افغانستان ته اوښتې او غواړي د افغانستان له مظلوم او کړیدلي ملت سره مرسته وکړي چې د هوسا ژوند خاوندان شي، وینو چې د سیمې هېوادونه په تېره بیا زموږ ګاونډي هېواد بیا په خوځښت راغلي او په دې لټه کې دي چې افغانستان د کورنیو جګړو په تنور کې بیا لولپه کړي.
تاریخ او لږ ترلږ د تېرو ۳۰ کلونو جګړې ثابته کړې چې زموږ ګاونډیانو خپل خیر زموږ په بربادۍ او جګړه کې لټولی، یعنې په افغانستان کې جګړه د ځان په ګټه بولي. له یوې خوا دوی د افغانستان بازارونه د خپلو بې کیفیته مالونو په منډویانو بدل کړي او خپل کورني اقتصاد ته وده ورکوي او له بلې خوا زموږ سوداګریز مالونه د دوی د بندرونو له لارې رالېږدول کېږي چې له دې هم د پام وړ ګټه ګوي.
د دې ترڅنګ وخت ناوخت زموږ دا مکار ګاونډیان له دغې وسیلې چې په اختیار کې یې ده، ناوړه ګټه پورته کوي او پرافغان حکومت رنګارنګ فشارونه واردوي، څو د ځان تابع یې کړي.
د دې په خوا کې دوی د افغان دولت مخالفان روزي، په خپلو سیمو کې ورته پناه ځایونه او د جنګي زده کړې زمینه برابروي او بیا یې د ورانکارۍ لپاره زموږ هېواد ته راستوي. له دې کاره هم دوی اقتصادي ګټې لري، ځکه هغه هېوادونه چې له دغو وسله والو سره خواخوږي لري په ملیونونه ډالره لګوي او دا مرسته د افغانستان د ګاونډیانو د چینل له لارې انتقالېږي، د دغو مرستو یوه برخه ګاونډیان وهي او یوه اندازه یې په مخالفو وسله والو تقسیمېږي.
له دغو تحلیلونو داسې ښکاري چې د جګړې اقتصادي اړخ هم ډېر غښتلی دی، په دې ټکي ځکه تمرکز شوی چې د مخالفانو لپاره د جګړې لوژیستیکي مواد هم له ګاونډیانو پېرل کېږي، خو د ګاونډیانو لپاره د جګړې ستراتیژیکه ګټه دا ده چې افغانستان د سیمې په کچه کمزوری هېواد پاتې، څو د سیمې په کچه په چارو کې رول ونه لري. په افغانستان کې د ګاونډیانو له لوري د جګړې د تداوم بل هدف دا کېدای شي چې د دغه زړه هېواد اوبه چې د ګاونډیانو لپاره د شریان حیثیت لري، پرې بندې نشي. تر هغه چې افغانان په جګړو اخته وي، دا ناممکنه برېښني چې د خپلو سیندونو اوبه دې مهار کړي، پر دغه حساسیت ګاونډیان ښه پوهېږي او د همدې لپاره غواړي چې عمرونه عمرونه دا اوبه په مفته وکاروي.
د افغانستان کاني زېرمې هم د اهمیت وړ دي، که چېرې یوه قوي حکومت ولرو، نو افغانان به د دې جوګه شي چې له خپلو دغو سرچینو ډېره ګټه وکړي، خو جنګ او ناامني وي دا هرڅه به په مفته ګاونډیانو ته ورپاتې وي، همدا اوس د ګاونډیو هېوادونو قاچاقبر او کان کیندونکي، ځای ځای په خپلسرو کیندونو بوخت دي، د نورستان به د دې خبرې ښه مثال وي.
ځنګونه هم د افغانستان له مهمو شتمنو ګڼل کېږي او ترهغه چې جګړه وي، د دغو ځنګلونو لرګي به د دوی په واک کې وي، د کونړ په چارتراشو خو د ګاونډیانو تالان اوس هم روان دی او نږدې د افغانستان د ځنګلونو ۷۰ په سلو کې له منځه تللي او لوټل شوي دي.
سرحدي اختلافات هم د پام وړ موضوع ده چې ګاونډیان په افغانستان کې ناامنۍ ته هڅوي او نه پرېږدي چې زموږ هېواد له خپلو حقونو دفاع ته جوګه شي.
منتقدین په دې عقیده دي چې ګاونډي هېوادونو د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره څو قسمه انسانان استخدام او یا تطمیع کړې دي. یو خیل هغه مصلحتي ډلې دي چې د افغانانو په وژلو، د افغانستان په تخریب، د نظام په ړنګولو او په نورو تخریبي کارونو کې یې هېڅ کسر نه لیدل کېږي او په دوامداره توګه یې په تېرو څلورو لسیزو کې افغانستان د بربادۍ کندې ته ټیل وهلی دی.
بله ډله هغه خلک دي چې د نظام په دننه کې موجود او د ګاونډیانو د ګټو لپاره فعالیت لري، دوی هم په افغانستان کې نظام تخریبوي، افغانستان نه پرېږدي چې ستراتیژیک قوتونه پیدا کړي، د دوی کار جاسوسي ده.
د دې په څنګ کې یوه ډله داسې کسان هم تر سترګو کېږي چې د جمهور رئیس کرزي شاوخوا یې نیولې او نه پرېږدي چې د افغانستان ستراتیژیکه ملګرتیا غښتلې شي، دوی د دې پرځای چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا لپاره طرحې ولري، مدان هڅه کوي چې د جمهور رئیس پرمټ دا اړیکې ترینګلې کړې. لږ تر لږ د دغې ډلې فشارونه دا اغېزه پریباسي چې وژونکي او قاتلان د جمهور رئیس په ورونو واوړي او هغه لاسونه چې په وینو رنګ دې له بنده ازاد شي او نفوذي اشخاص په مهمو دندو وګمارل شي او افغان حکومت د ګاونډیانو په مداخلو او تېریو سترګې پټې کړي.
اوس پوښتنه دا ده، ایا د افغانانو لپاره د مداخله ګرو او ورانکارو ګاونډیانو ملګرتیا ګټه لري او که له نړیوالې ټولنې سره ملګرتیا او د هغوی د مرستو جلبول؟ دا فیصله موږ په یوازې ځان نشو کولای، ځکه دا پوښتنه ملت ته راجع کوو چې قضاوت وکړي او افغانستان د اور له لمبو وژغوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

