ads

طالبان ضد پاڅوونکي به بغاوت وکړي؟

ډېری پر دې عقیده دي که چېرې طالب ضد پاڅوونکي د دولت له کنټرول څخه ووځي، نو ګاوڼدي هېوادونه به یې دولت ضد بغاوت ته وهڅوي او دا سولې ته د رسېدو په برخه کې ستر ګواښ دی. ډېری پر دې عقیده دي که چېرې طالب ضد پاڅوونکي د دولت له کنټرول څخه ووځي، نو […]

نویسنده: TKG
25 وږی 1391
طالبان ضد پاڅوونکي به بغاوت وکړي؟

ډېری پر دې عقیده دي که چېرې طالب ضد پاڅوونکي د دولت له کنټرول څخه ووځي، نو ګاوڼدي هېوادونه به یې دولت ضد بغاوت ته وهڅوي او دا سولې ته د رسېدو په برخه کې ستر ګواښ دی.

ډېری پر دې عقیده دي که چېرې طالب ضد پاڅوونکي د دولت له کنټرول څخه ووځي، نو ګاوڼدي هېوادونه به یې دولت ضد بغاوت ته وهڅوي او دا سولې ته د رسېدو په برخه کې ستر ګواښ دی.

دې اندېښنې له هغه وروسته زور واخست چې د غزني، لغمان او ننګرهار له پاڅونونو وروسته دغه لړۍ د پكتيکا يحيی خېلو ته هم ورسېده او د دغې ولسوالۍ خلكو د يوه لاريون په ترڅ كې له طالبانو وغوښتل چې د دوى له سيمې ووځي.

دوى چې د طالبانو او ګاونډي هېواد پاكستان پر ضد يې شعارونه وركول ويل، تر هغې به خپلې مبارزې ته دوام وركړي، څو طالبان د دوى له سيمې ووځي او دوى ارام ژوند ته پرېږدي.

د يحيى خېلو ولسوالۍ د يو سپين ږيري قومي مشر موسى خان په خبره نور به طالبانو ته اجازه ور نه كړي چې په سيمه كې ورانكاري وكړي او د كوچنيانو ښوونځي ور وتړي: (( نور خلك پوزې ته راغلي، طالبان دې زموږ سيمه پرېږدي.))

نوموړي دا هم ويلي چې په دغه سيمه كې طالبان د ګاونډيو هېواودونو په اشاره كار كوي او نه پرېږدي چې په سيمه كې د ابادۍ كارونه صورت ونيسي: (( موږ به د دې ټولو تيريو بدل اخلو، دوى د ايران او پاكستان په لمسه دلته راغلي او موږ يې ځورولي يو.))

خو بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا خبره ردوي او وايي چې لاريون كوونكي ټول په يحيى خېلو ولسوالۍ كې دولتي كاركوونكي او مامورين وو: (( دا په دولت پورې تړلي كسان وو، ځكه يې لاريون راويستلى و.))

خو دا چې دغه پاڅونونه به تر كومه بريده خلك له طالبانو خلاص كړي او ايا پاڅون كوونكي رښتيا هم ولسي وګړي دي او كه تر شا يې د دولت پټ لاس هم ملګرى دى؟ هغه پوښتنه ده چې سياسي كارپوهان يې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د نظامي چارو كارپوه جاويد كوهستاني مو په همدې اړه پوښتلى، نوموړى وايي: (( سمه ده چې دا پاڅونونه به په خلكو كې له طالبانو د خوابدۍ پايله وي، خو كه ولسي وګړي همداسې وسلې پيدا كوي او دا كار دوام ومومي، نو دولت ته يې هم خطر متوجه دى.))

نوموړي وېره څرګنده كړه چې وسله وال پاڅون كوونكي شايد په راتلونكې كې له دولت سره اړ و پېچ وكړي او له خپل وسله وال دريځ څخه دولت هم وګواښي: (( ته ګوره چې دوى به په خپلو سيمو كې بيا ولسوال هم د دولت په خوښه نه مني، په هره خبره كې به يې مشران له دولته بغاوت كوي او دا د سولې لپاره ستر ګواښ دى.))

ښاغلي كوهستاني كليد ته په خپلو خبرو كې دا هم وويل چې زياتره پاڅون كوونكي بې سواده او له لوړو زده كړو محروم خلك دي چې  بهرنۍ استخباراتي كړۍ به دوى هم د دولت پر ضد په اسانه وكارولى شي: (( څنګه چې له طالبانو استفاده كوي، ګاونډيان به وروسته همدوى بيا د دولت پر ضد ورانكاريو ته لمسوي.))

كوهستاني له دې راز څخه ناخبري ښيي چې ګواكې د دغو پاڅونونو تر شا به د دولت لاس وي او يا نه، خو وايي كه چېرته دا خلك د دولت له خوا راپاڅول كېږي نو ولې يې ملاتړ نه كېږي: (( كه دا د دولت خلك نه وي نو دولت يې په اړه ولې واضح دريځ نه غوره كوي، دا خو همدوى ته خطر دى.))

خو بل لوري ته د سياسي چارو يو بل كارپوه دين محمد جاوېد بيا طالب ضد پاڅونونه د همدغو ولسي وګړو په تاوان بولي او وايي ولسي وګړي هر وخت د همدغو نامسووله وسله والو له لوري داړل شوي دي.

نوموړى وايي: (( دا چې هر چا راپاڅولي دي، خو د افغانستان ملي حاكميت او خلكو ته به ډېر زيان واړوي، خلك تر اوسه له همدغو ناقانونه وسله والو ځورېدلي، بې سوادي، وژنې لوټ او تالان خو همدغسې خلكو جوړ كړى و.))

د مشرانو جرګې يو تن غړى ډاكټر حضرت شاه بيا په دې اړه وايي، پاڅون كوونكي له ډېر مجبوريته دې كار ته اړ شوي ځكه د دوى په سيمو كې د طالبانو شتون د دولت او خلكو تر منځ واټن رامنځته كړى و او دوى په نه زړه د طالبانو زور ته غاړه ايښې وه: (( دا خلك طالبانو ځورولي او همداسې په تياره كې يې ساتلي وو، حكومت دوى ته لاسرسى نه درلود، نو دوى په خپله مجبور شوي چې د طالبانو زولنې ماتې كړي او د هوسا ژوند په نيت راپورته شي.))

نوموړي د نمونې په توګه له هغو سيمو يادونه وكړه چې ښوونځي په كې د طالبانو لخوا تړل شوي او خلك يې هم د زور زياتي له يو لړ ستونزو سره مخ شوي وو، خو اوس يې خلكو پاڅون كړى او خپلې سيمې يې په طالبانو راتنګې كړې دي.

حضرت شاه دولت ته د مشورې په توګه وايي چې په يادو سيمو كې دې د پاڅون كوونكو پر ځاى ملي او محلي پوليس تقويه كړي څو د خلكو ډاډمن امنيت ونيسي: (( اوس چې له كومو سيمو طالبان ايستل شوي هلته بايد پوليس واچول شي چې نور د ورانكارۍ مخه ونيول شي.))

د پكتيکا د يحيى خېلو ولسوالۍ خلك په داسې حال كې په طالبانو پسې راپاڅېدلي چې درې مياشتې وړاندې د غزني د اندړو خلكو طالب ضد وسله وال پاڅون پيل كړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA