د ملګرو ملتونو په ملاتړ د افغانستان د دولت له لوري په ترسره شوې سروې کې راغلي چې د دغه هېواد په جنوبي سیمو کې په هرو دریو ماشومانو کې یو يې خوارځواک (سوتغذي) دی چې د خوارځواکو ماشومانو عمرونه تر پنځو کلونو ښکته دي.
د ملګرو ملتونو په ملاتړ د افغانستان د دولت له لوري په ترسره شوې سروې کې راغلي چې د دغه هېواد په جنوبي سیمو کې په هرو دریو ماشومانو کې یو يې خوارځواک (سوتغذي) دی چې د خوارځواکو ماشومانو عمرونه تر پنځو کلونو ښکته دي.
د دې سروې پایلې ښيي، سره له دې چې په تېرو یوولسو کلونو کې هېواد ته په میلیاردونو ډالر راغلل، خو د ماشومانو د خوارځواکۍ د له منځه وړلو لپاره داسې ګامونه نه دي اوچت شوي لکه څنګه چې ښايي.
دغه سروې چې د ۲۰۱۰ ميلادي کال له اکتوبره د ۲۰۱۱ کال د مې تر میاشتې ترسره شوې وايي، له دغه اړخه د افغانستان جنوبي سیمې خورا ځپل شوې دي.
سروې زیاتوي چې په جنوبي سیمو کې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې ناامني د هېواد د نورو برخو په پرتله ډېره وه، ځکه خو د سو تغذي ماشومانو فيصدي شاوخوا ۲۹، ۵ ته رسېږي.
افغانستان چې د روغتيا د نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی، دغه وضعيت په کې د يادو علتونو له کبله لا هم اړوندو ملي او نړيوالو بنسټونو ته د اندېښنې وړ دی. افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماشومانو مړينه په کې په لومړيو کلونو کې په هرو زرو تنو کې ۱۲۰تنه ده، همدارنګه ۲۵ فيصده ماشومان مو مخکې له دې چې پنځه کلنۍ ته ورسيږي، خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د تازه شمېرو له مخې، له هرو يوولسو ميندو نه يوه يې د امېدوارۍ، يا هم د تي ورکولو او ماشوم روزنې اړوندو مسايلو له كبله ژوند له لاسه ورکوي.
په افغانستان كې د ماشومانو وضعيت نه يوازې د پخوا په پرتله ښه شوى نه دى، بلكې د خرابۍ په لور روان دى.
ماشومان چې د افغانستان د راتلونكې ټولنې جوړوونكي ګڼل كېږي، له راز راز كړاوونو او ننګونو سره مخ دي.
په کورنیو کې د اقتصادي ستونزو شتون او ماشومانو ته د سمو خوړو نه ورکول د دې سبب کیږي چې ماشوم له خوارځواکۍ سره مخ شي او لکه څنګه چې ښايي سمه وده ونه کړي.
زموږ په هېواد كې د څه د پاسه دريو لسيزو جنګ جګړو له كبله د ماشومانو ښوونې او روزنې، روغتيا اواقتصادي وضعيت ته جدي پاملرنه نه ده شوې. لاهم په زيات شمېر كې ماشومان د يوې مړۍ ډوډۍ د ترلاسه كولو لپاره شاقه او درنو كارونو ته اوږه وركوي، خو حكومت چې په ملياردونو ډالره يې د بيارغونې، روغتیا او نورو برخو کې تر ګوتو كړل د دوى لپاره يې هېڅ هم نه دي كړي.
كه څه هم، په تېرو كلونو كې بېلابېلو ټولنو د ماشومانو د حقوقو نارې سورې پيل كړې، خو هېچا هم افغان بچيانو ته د زړه له كومې هڅه او كار نه دى كړى. لا هم په هېواد كې جګړې روانې دي او هره ورځ په بمباريو، ځانمرګو بريدونو او د چاودنو په ترڅ كې زموږ لسګونه تنه ماشومان وژل كېږي.
بلخوا په هېواد کې د ماشومانو د ناوړه وضعیت له کبله د ماشومانو د ژغورنې د مرستندویه ټولنې (Save the Children) یوې ویاندې کرېسټین روهرس د(AFP) خبري اژانس ته ويلي چې د خوارځواکۍ موضوع دواړو، هم افغان دولت او هم نړیوالو مرستندویه ټولنو له پامه غورځولې او دا به د هېواد د راتلونکي لپاره یوه لویه ننګونه وي.
مېرمن روهرس وايي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ په اړه لومړنۍ سروې په ۲۰۰۴ کال کې ترسره شوې او اوسنۍ شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې خوارځواکي اوس هم هغومره ډېره ده لکه چې هغه وخت وه.
مېرمن روهرس زیاتوي چې هره ورځ په افغانستان کې ۲۷۵ ماشومان تر خپلې پنځمې کلیزې وړاندې د داسې ناروغيو له كبله مري چې درملنه يې شونې ده.
د نوموړې په وینا، په دې برخه کې باید له ميندو او پلرونو سره کار وشي او په دې پوه شي چې څنګه کولای شي خپلو اولادونو ته ښه خواړه ورکړي. هغه وايي، په افغانستان کې تر ډېره ماشومانو ته یوازې تور چای او ډوډۍ ورکول کېږي.
له ماشومانو څخه د ملاتړ سازمان (يونيسيف) هم په وار ، وار د افغانستان له دولت او مدني ټولنو څخه غوښتي چې د افغان ماشومانو د ښه ژوند د تامين او د هغوى د اړتياوو د پوره كولو په خاطر د زړه له كومې هڅه او هاند وكړي.
د يوې وروستۍ خبرې په توګه ويلاى شو چې دولت، نړيوالې او مدني ټولنو ته په كار ده چې د ماشومانو حقونو ته په پاملرنې سره هغوى ته د زده كړې، ښه ژوند او روغتيايي اسانتياوو په برابرولو كې هڅاند واوسي او پر داسې لارو چارو غور وكړي چې له مخې يې د ماشومانو په ژوند كې پوره پوره بهبود او ښه والى تر سترګو شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


