ads

حقاني او طالبان د يوې سكې دوه مخه

په دې وروستيو كې امريكا د حقاني شبكه له دې كبله په تور لېست كې راوسته چې د ځانمرګو بريدونو او نورو ورانكاريو د پلانولو تر څنګه يې د امريكا ګټو ته هم ضرر متوجه کړی و. د سپينې ماڼۍ له لوري په تور ليست كې د حقاني شبكې له شاملولو وروسته به هر هغه […]

نویسنده: TKG
25 وږی 1391
حقاني او طالبان د يوې سكې دوه مخه

په دې وروستيو كې امريكا د حقاني شبكه له دې كبله په تور لېست كې راوسته چې د ځانمرګو بريدونو او نورو ورانكاريو د پلانولو تر څنګه يې د امريكا ګټو ته هم ضرر متوجه کړی و. د سپينې ماڼۍ له لوري په تور ليست كې د حقاني شبكې له شاملولو وروسته به هر هغه څوك چې له دغې ډلې سره په ملاتړ تورن وپېژندل شي له يو لړ سختو بنديزونو سره مخ  او ان سرمايې به يې هم كنګل كړاى شي.

په دې وروستيو كې امريكا د حقاني شبكه له دې كبله په تور لېست كې راوسته چې د ځانمرګو بريدونو او نورو ورانكاريو د پلانولو تر څنګه يې د امريكا ګټو ته هم ضرر متوجه کړی و. د سپينې ماڼۍ له لوري په تور ليست كې د حقاني شبكې له شاملولو وروسته به هر هغه څوك چې له دغې ډلې سره په ملاتړ تورن وپېژندل شي له يو لړ سختو بنديزونو سره مخ  او ان سرمايې به يې هم كنګل كړاى شي.

د کلید خبریالان نعمت الله طنین او نورولي سعید شنیواری په دې اړه لیکي:

حقاني شبكې د جلال الدين حقاني په مشرۍ له پاکستانه سر راپورته كړ، خو  خپلې ريښې یې دومره وځغلولې چې دا شبكه اوسمهال په افغانستان كې د طالبانو ملګرې او د امريكا او ناټو ضد جنګيالۍ ډله ګڼل كېږي.

ويل كېږي د حقاني شبكې مشر د مجاهدينو د دورې يو ستر قومندان و او له همدې كبله په هغه وخت كې امريكا، اى اس اى او سعودي يې هم پر اوږه وسلې او مالي مرستې وربارولې، خو نوموړى د شوروي لښكرو تر وتلو وروسته د كورنيو جګړو پر مهال طالبانو ته واوښت او بيا په ۲۰۰۱ ميلادي كال پر افغانستان د امريكا تر بريد وروسته بېرته په خپل ملاتړ كوونكې امريكا را وګرځېد او د القاعدې، طالبانو ترڅنګ يې د دغه هېواد پر ضد جګړه اعلان كړه.

حقاني شبكې د طالبانو د واكمنۍ پرمهال له پكتيا او پكتيكا خپل فعاليتونه كول، خو په ۲۰۰۱ كال د طالبانو له راپرځېدلو وروسته دغې ډلې د پاكستان شمالي وزيرستان ته كډې بار كړې او له هغه ځايه يې په هېواد كې اكثره سفارتخانې او پوځي اډې په نښه كړې.

نوموړې شبكه تر دې دمه د انټر كانټينټل هوټل، په ۱۳۹۱ كال د بريټانيا پر فرهنګي مركز او همدارنګه د امريكا پر سفارت د بريدونو پړه پر غاړه لري، خو په دې وروستیو کې د پاكستاني استخباراتو په انډیوالۍ او ملګرتیا په افغانستان کې د پراخو بریدونو له کبله تر طالبانو هم مخکښه شوې او دا پوښتنې يې را زېږولي چې ايا حقاني شبكه خو به په راتلونكې كې د طالبانو ځایناستې نه وي او که څنګه؟

د همدغې پوښتنې په ځواب كې د حق او عدالت ګوند مرستيال، اسدالله ولولجي وايي، ټولې هغه تروریستي ډلې چې په پاکستان کې د ای اس ای تر نظر لاندې فعالیت کوي په حقیقت کې سره یو دي، خو د ای اس ای په خوښه مشخص اهداف تعقیبوي.

د نوموړي په خبره حقاني شبكه كه څه هم اوس د نړۍ له خطرناكو ترورېستي ډلو شمېرل كېږي او خپل پلانونه هم تر نورو په منظم ډول سنجوي، خو تر دې برېده به ونه رسېږي چې د طالبانو ځاىناستې شي: (( دا خو به په خپلو كې يو وي، مګر پاكستان ته بيا دا هره ډله د شطرنج د دانې په ډول ځانګړى استخباراتي ارزښت لري.))

ولوالجي حقاني ته ورته ټولې ډلې د پاكستان د لاس اله بولي او وايي پاكستان، څومره چې وس ولري له دې لارې به په ګاونډيانو فشار راوړي: (( دا ډله د افغانستان لپاره خاص ده، ګورې نه دلته يې څه روان كړي.))

نوموړى په تور لېست كې د حقاني شبكې شمول د يادې ډلې د فعاليتونو په مخنيوي كې اغېزناک بولي او وايي اوس به امريكا دا چانس پيدا كړي چې د دې ډلې له ملاتړ كوونكو سره قانوني چلند او دريځ غوره كړي.

خو يو شمېر نور كارپوهان د پاكستان اوسني وضعيت، فقر او ناامنيو ته په اشاره دا هېواد په سيمه كې له سياسي لوبو ستړى بولي او وايي اسلام اباد له سپينۍ ماڼۍ سره راپورته شويو ناندريو او له طالبانو سره د سولې خبرو دې ته اړ كړى چې خپله منافقانه لوبه ودروي، دوى دا هم وايي كه له طالبانو سره د سولې خبرې سر ونيسي نو شايد چې په دې منځ كې حقاني شبكه هم په خپل حضور د طالبانو تشه ډكه او د هغوى ځاى ونيسي.

خو اسدالله ولوالجي بيا هم د خوشبينۍ له دغو نظرونو سره موافق نه بريښي او وايي پاكستان لا نه غواړي چې حقاني شبكه په دومره اسانۍ له لاسه وركړي: (( حقاني شبكه له طالبانو زياته د پاكستان منونكې ده او زه په باور سره وايم، پاكستان لا په دې دريځ كې نه دى چې جګړه ختمه او حقاني شبكه له خپلې استخباراتي سټې غوڅېدو ته پرېږدي.))

په كابل پوهنتون كې د حقوقو او سياسي علومو استاد محمد جعفر كوهستاني بيا په تور ليست كې د حقاني شبكې شاملول د امريكا او پاكستان بله لوبه بولي او وايي په دې كار سره امريكا غواړي حقاني شبكه نوره هم مطرح كړي: (( دا نوې لوبه د دې لپاره جوړه شوې چې حقاني شبكې ته هوا وركړي او خلكو ته يې د يوې مطرح ډلې په توګه وروپېژني.))

د كوهستاني په وينا طالبان او حقاني شبكه د يو هدف لپاره جنګېږي او تر اوسه چا نه دي اورېدلي چې ګواكې حقاني ډلې ځان له طالبانو بېل اعلان كړى وي: (( دا ټول د پاكستان له منګي اوبه څښي، د اى اس اى زيږنده دي.))

كوهستاني په تور لېست كې د حقاني شبكې شمول ته د پاكستان او امريكا د يوې اوږد مهالې معامله ګېرۍ په سترګه هم ګوري او وايي دې ډلې ته ځكه دومره ارزښت وركول شوى چې امريكا د طالبانو د ختمولو او ځپلو په صورت كې افغان دولت ته بل بديل پيدا كړي: (( زه خو د دوى ترمنځه كوم توپير نه وينم، دواړه ډلې د اى اس اى شومو اهدافو ته كار كوي، كه توپير يې پېدا كېږي نو ضرور كومه نوې لوبه ده.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA