ads

د خوست- ګردېز سړک د جوړېدو چارې په پنځم ځل پيل شوې

د خوست– ګردېز د لويې لارې د جوړولو چارې تېره ورځ د فوايد عامې وزارت له خوا، چې د امريکا په مالي لګښت جوړېږي،  پيل شوې. دغه پنځم ځل دى، چې د خوست- ګردېز ترمنځ د لويې لارې د جوړېدو پرانيسته کېږي، خو د بېلابېلو پټو لاملونو له امله يې چارې بيا په ټپه درېږي. […]

نویسنده: TKG
23 وږی 1391

د خوست– ګردېز د لويې لارې د جوړولو چارې تېره ورځ د فوايد عامې وزارت له خوا، چې د امريکا په مالي لګښت جوړېږي،  پيل شوې. دغه پنځم ځل دى، چې د خوست- ګردېز ترمنځ د لويې لارې د جوړېدو پرانيسته کېږي، خو د بېلابېلو پټو لاملونو له امله يې چارې بيا په ټپه درېږي.

 

 

د خوست– ګردېز د لويې لارې د جوړولو چارې تېره ورځ د فوايد عامې وزارت له خوا، چې د امريکا په مالي لګښت جوړېږي،  پيل شوې.

دغه پنځم ځل دى، چې د خوست- ګردېز ترمنځ د لويې لارې د جوړېدو پرانيسته کېږي، خو د بېلابېلو پټو لاملونو له امله يې چارې بيا په ټپه درېږي.

د فوايد عامې وزارت تخنيکي مرستيال نورګل منګل  وويل، چې ياد سړک ټول ١٠٥ کيلومتره دى، چې اوس يې يواځې د ٣٨ کيلومتره د جوړېدو چارې پاتې دي او نور بشپړ شوى دى.

د هغه په وينا، دا ځل به دوى په خپله د دغه سړک د جوړولو د چارو کلکه څارنه کوي او پرې به نږدي ، چې بيا يې پر وړاندې خنډونه جوړ شي.

نوموړي زياته کړه، چې د جوړېدو چارې يې د المشرق په نوم يو افغاني ساختماني شرکت ته ورکړل شوې او د راتلونکي کال تر نيمايي به يې چارې بشپړې شي، خو د امنيت په برخه کې يې بايد د سيمې خلک مرسته وکړي.

د مراسمو پر مهال د پکتيا والي وويل، چې که د دغه سړک د جوړېدو چارې بيا ودرېدې، نو د بيا ځل لپاره ورته بودجه نه منظوريږي.

د دغه سړک د جوړولو چارې شاوخوا څلور کاله مخکې د يو هندي شرکت له خوا پيل شوې وې، چې تر اوسه يې نږدې ٦٠ سلنه کار بشپړ شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA