ads

کراچۍ کې د اور لګېدنې له كبله د مړو شويو شمېر ۲۴۶ تنو ته ورسېد

تېرماښام د پاكستان د ستر ښار كراچۍ د كاليو په كارخانه كې اورلګېدلى، چې له كبله يې ۲۴۶ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپيان دي. د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې تر نن سهاره پورې دغه اور نه دى مهار شوى او اور وژونکې عمله په دې هڅو بوخته ده چې اور ووژني. […]

نویسنده: TKG
22 وږی 1391
کراچۍ کې د اور لګېدنې له كبله د مړو شويو شمېر ۲۴۶ تنو ته ورسېد

تېرماښام د پاكستان د ستر ښار كراچۍ د كاليو په كارخانه كې اورلګېدلى، چې له كبله يې ۲۴۶ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپيان دي. د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې تر نن سهاره پورې دغه اور نه دى مهار شوى او اور وژونکې عمله په دې هڅو بوخته ده چې اور ووژني.

 

 

تېرماښام د پاكستان د ستر ښار كراچۍ د كاليو په كارخانه كې اورلګېدلى، چې له كبله يې ۲۴۶ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې تر نن سهاره پورې دغه اور نه دى مهار شوى او اور وژونکې عمله په دې هڅو بوخته ده چې اور ووژني.

عيني شاهدين وايي، چې اوس هم په لسګونو کسان په دغه لوړ پوړې ودانۍ کې بند پاتې دي.

د رسنيو د راپورونو له مخې اور د ودانۍ څلورم پوړ ته هم غځېدلى او د اور له امله په ودانۍ کې درځونه رامنځته شوې، چې د همدې چارې له کبله د ودانۍ د نسکورېدو ګواښ ډېر دى.

روغتيايي چارواکي وايي، چې ډېر کسان په ودانې کې د لوګي له امله مړه شوي دي.

په يادې کارخانې کې د اورلګېدنې لامل د برېښنا شارټي په ګوته شوې.

همداراز د دې هېواد په لاهور ښار کې هم پرون ماښام په يوې کارخانه کې د اورلګېدنې په پېښه ٢٥ تنه مړه شوي و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA