له ليبيا څخه په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې په دې هېوا د کې د امريکا پر سفارت راکټي بريد ترسره شوى، چې له کبله يې د امريکا د سفير په ګډون څلور ډيپلوماتان وژل شوي.
له ليبيا څخه په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې په دې هېوا د کې د امريکا پر سفارت راکټي بريد ترسره شوى، چې له کبله يې د امريکا د سفير په ګډون څلور ډيپلوماتان وژل شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په دې پېښه كې د دې وزارت د یوه مامور وژنه تائید کړې، خو د ده د هويت په اړه يې څه نه دي ويلي.
حمله د هغه فلم پر ضد د خلکو د احساساتو په نتیجه کې رامنځته شوه، چې د اسلام ستر پیغمبر ته په کې سپکاوی شوی.
ويل كېږي دغه فلم امريكايي پاداري تېري جنوز د څو تنو مهاجرو مصريانو په مرسته جوړ كړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

