ads

افغانستان لپاره د ناټو پوځي او سياسي ستراتېژي بې انډوله وه

د بريتانيا د بهرنيو چارو پخوانى وزير ډېوېډ ميليبنډ وايي، چې تېر كال لوېديزوالو په افغانستان كې د جګړې پر ستراتېژۍ ډېر ټينګار كړى دى. نوموړي له الجزيرې تلوېزيون سره په وروستۍ مركه كې ويلي، چې كه نړيوال ځواكونه له كومې سياسي موافقې پرته له ا فغانستانه وځي، كومه نتيجه به     د بريتانيا […]

نویسنده: TKG
22 وږی 1391
افغانستان لپاره د ناټو پوځي او سياسي ستراتېژي بې انډوله وه

د بريتانيا د بهرنيو چارو پخوانى وزير ډېوېډ ميليبنډ وايي، چې تېر كال لوېديزوالو په افغانستان كې د جګړې پر ستراتېژۍ ډېر ټينګار كړى دى. نوموړي له الجزيرې تلوېزيون سره په وروستۍ مركه كې ويلي، چې كه نړيوال ځواكونه له كومې سياسي موافقې پرته له ا فغانستانه وځي، كومه نتيجه به

 

 

د بريتانيا د بهرنيو چارو پخوانى وزير ډېوېډ ميليبنډ وايي، چې تېر كال لوېديزوالو په افغانستان كې د جګړې پر ستراتېژۍ ډېر ټينګار كړى دى.

نوموړي له الجزيرې تلوېزيون سره په وروستۍ مركه كې ويلي، چې كه نړيوال ځواكونه له كومې سياسي موافقې پرته له ا فغانستانه وځي، كومه نتيجه به ترلاسه نه كړي.

د نوموړي په اند، دا سياسي موافقه په دې معنا ده، چې د افغانستان د مختلفو توكمونو ټول نږدې ۳۰ زره كلي د افغانستان له يوه سياسي جوړښت لاندې وي، القاعده له افغانستانه وتلې وي، پاكستان، ايران او د افغانستان نور ګاونډيان د دغه هېواد وضعيت بې ثباته نه كړي.

ميليبنډ وايي، چې په تېرو لسو كلونو كې د افغانستان لپاره د پوځي او سياسي ستراتېژۍ ترمنځ انډول نه و او دې مسئلې د افغانستان اوسنى وضعيت رامنځ ته كړ.

د نوموړي په وينا، د افغانستان د امنيتي ځواكونو د جوړولو هڅې كه ضروري دي، له هغه ډېر په دغه هېواد كې د سياسي جوړښت رامنځ ته كول حتمي ښکاري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA