پاكستاني چارواكي وايي، چې د تېرو درې ورځنيو سېلابونو په پايله کې لږ تر لږه ۷۸ تنه مړه شوي دي. خيبر پښتونخوا او کشمير هغه سيمې دي، چې تر نورو ډېرې ځپل شوي او د تلفاتو لويه شمېره هم د همدغو سيمو ده.
پاكستاني چارواكي وايي، چې د تېرو درې ورځنيو سېلابونو په پايله کې لږ تر لږه ۷۸ تنه مړه شوي دي.
خيبر پښتونخوا او کشمير هغه سيمې دي، چې تر نورو ډېرې ځپل شوي او د تلفاتو لويه شمېره هم د همدغو سيمو ده.
ځپل شويو سيمو ته د مرستو په هدف سلګونه خېمې او کېږدۍ استول شوي دي.
چارواکي وايي، سره له دې چې حکومت خلکو ته له ټيټو سيمو د وتلو خبرداری ورکړی بيا هم خلک هلته اوسېږي.
د هوا پېژندنې ادارو اټکل کړی، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به هم په دغو سيمو قوي بارانونه وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

