نن د سپټمبر يوولسمه په نيويارك كې د غبرګو نړيوالو سوداګريزو مركزونو د نړېدلو يوولسمه كليزه ده، چې له كبله يې امريكا د القاعده او طالبانو د پرځولو لپاره افغانستان ته لښكر واستاوه.
نن د سپټمبر يوولسمه په نيويارك كې د غبرګو نړيوالو سوداګريزو مركزونو د نړېدلو يوولسمه كليزه ده، چې له كبله يې امريكا د القاعده او طالبانو د پرځولو لپاره افغانستان ته لښكر واستاوه.
پوره يوولس کاله مخکې القاعده شبکې د متحده ايالاتو په نيويارک ښار كې تروريستي بريدونه وكړل، چې شاوخوا ۳ زره کسان په کې ووژل شول.
د ايساف وياند “ګوينټر کټز تېره ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې په تېرو يوولسو کلونو کې په افغانستان کې امريکا او نړيواله ټولنه ګټور وو او د دوی په مرسته افغانانو ته ډېرې اسانتياوې رامنځ ته شوې.
د نوموړي په وينا، افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل، ښونځيو ته د نجونو او ماشومانو تګ، روغتيايي او د ژوند نورو اسانتياوو ته لاسرسی، هغه لويې لاسته راوړنې دي، چې نړيواله ټولنه يې په تېرو يوولسو کلونو کې په افغانستان کې لري.
بايد وويل شي، چې له دې هر څه سره طالبان هم شته او القاعده هم د لوېديځ لپاره خطر بلل كيږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


