ads

سعيد الشهري ووژل شو

هغه څوک، چې په ټوله عربي ټاپووزمه کې د القاعدې دويم مشر بلل کېږي، په يمن کې په يوه بريد کې وژل شوى دى. د يمن حکومت د سعيد الشهري مړينه تاييد کړې او ويل کېږي، چې هغه په حضر الموت سيمه کې له شپږو نورو کسانو سره يو ځاى وژل شوى دى. هغه څوک، […]

نویسنده: TKG
21 وږی 1391
سعيد الشهري ووژل شو

هغه څوک، چې په ټوله عربي ټاپووزمه کې د القاعدې دويم مشر بلل کېږي، په يمن کې په يوه بريد کې وژل شوى دى. د يمن حکومت د سعيد الشهري مړينه تاييد کړې او ويل کېږي، چې هغه په حضر الموت سيمه کې له شپږو نورو کسانو سره يو ځاى وژل شوى دى.

هغه څوک، چې په ټوله عربي ټاپووزمه کې د القاعدې دويم مشر بلل کېږي، په يمن کې په يوه بريد کې وژل شوى دى.

د يمن حکومت د سعيد الشهري مړينه تاييد کړې او ويل کېږي، چې هغه په حضر الموت سيمه کې له شپږو نورو کسانو سره يو ځاى وژل شوى دى.

ځيني رپوټونه وايي، بريد د يمني ځواکونو له خوا شوى، خو نور بيا د هوايي بريد خبره کوي، چې ښايي د امريکا د بې پيلوټه الوتکې له خوا شوى وي.

الشهري، چې د سعودي تابعيت لري، په ٢٠٠٧ ميلادي کال امريکايانو له گوانتانامو څخه پرېښود.

سعيد الشهري “له ترهگرۍ سره” د جمهوررئيس بوش ” د جگړې” په هماغه پيل کې په افغانستان کې نيول شوى او شپږ کاله په گوانتانامو کې بندي وو.

په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې څانگه، د ٢٠٠٩ کال په جنورۍ كې، د يمني او سعودي ځوانو نړيوالو جنگياليو د دوو ډلو له يو ځاى کېدو څخه رامنځته شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA