ads

هند له پاکستان سره خپلې اړيكې د خبرو له لارې رغوي

د هند د بهرنيو چارو وزير اېس اېم کرېشنا وايي، هند لا له وړاندې غوښتل، چې په جنوبي اسيا کې د اټومي وسلو خپل سيال او ګاونډي پاکستان سره خپلې اړيکې د خبرو له لارې ورغوي.     د هند د بهرنيو چارو وزير اېس اېم کرېشنا وايي، هند لا له وړاندې غوښتل، چې په […]

نویسنده: TKG
18 وږی 1391
هند له پاکستان سره خپلې اړيكې د خبرو له لارې رغوي

د هند د بهرنيو چارو وزير اېس اېم کرېشنا وايي، هند لا له وړاندې غوښتل، چې په جنوبي اسيا کې د اټومي وسلو خپل سيال او ګاونډي پاکستان سره خپلې اړيکې د خبرو له لارې ورغوي.

 

 

د هند د بهرنيو چارو وزير اېس اېم کرېشنا وايي، هند لا له وړاندې غوښتل، چې په جنوبي اسيا کې د اټومي وسلو خپل سيال او ګاونډي پاکستان سره خپلې اړيکې د خبرو له لارې ورغوي.

دا خبرې کرېشنا پاکستان ته د سفر په ترڅ کې وکړې.

نوموړي، چې په درې ورځني سفر پاکستان ته تللى دى، خبريالانو ته وويل، دوى ټول د هغو موضوعاتو په اړه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ يې اړيکې خړې پړې کړي دي، د يو حل پېدا کېدو ته ژمن دي.

په دغه درې ورځني سفر کې به کرېشنا د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرې حنا رباني کهر سره هم وګوري.

دا سفر په داسې وخت کې کېږي، چې د پاكستان جمهوررئيس اصف علي زرداري تېره مياشت له هندي لومړي وزير منموهن سنګ سره په هغه سر مشريزه کې وکتل، چې په تهران کې جوړه شوې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA