ads

د ناټو ځواکونو د وتلو له كبله د منځنۍ اسيا حالات مخ په خرابېدو دي

د ازبکستان جمهور رئيس اسلام کريموف له خپل قزاقي سيال نورسلطان نظربايف سره تېره ورځ په استانې کې د کتنې پر مهال وويل، چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو په خاطر په منځنۍ اسيا کې کړکېچ مخ پر زياتېدو دى. د ازبکستان جمهور رئيس اسلام کريموف له خپل قزاقي سيال نورسلطان نظربايف سره […]

نویسنده: TKG
18 وږی 1391
د ناټو ځواکونو د وتلو له كبله د منځنۍ اسيا حالات مخ په خرابېدو دي

د ازبکستان جمهور رئيس اسلام کريموف له خپل قزاقي سيال نورسلطان نظربايف سره تېره ورځ په استانې کې د کتنې پر مهال وويل، چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو په خاطر په منځنۍ اسيا کې کړکېچ مخ پر زياتېدو دى.

نوموړي زياته كړه، چې د دوى د هېوادونو ستونزې سر له اوسه له ورايه ليدل کېږي او په وينا يې، د حالاتو د خرابېدا علت دا دى، چې له افغانستانه د ناټو سوله ساتي ځواکونه وځي.

کريموف وويل، چې د ناټو ځواکونو د وتلو له کبله د منځنۍ اسيا سيمه د زياتېدونکي کړکېچ شاهده ده او يادونه يې وکړه، چې په داسې شرايطو کې لازمه ده، چې د هر ډول احتمالي خطر پر وړاندې ګډ فعاليتونه زيات کړي.

ټاکل شوې ده، چې د ناټو سرتېري د ۲۰۱۴ ميلادي کال تر پايه له افغانستانه ووځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA