ads

امريكا حقاني شبكه په تور لېست کې شامله كړه

د امريكا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنټن تېره ورځ رسمآ پاکستان مېشته حقاني شبكه د ترهگرې ډلې په توگه ونوموله او په دې ډول دغه ډله د امريکا له مالي بنديزونو سره مخامخ شوه. د امريكا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنټن تېره ورځ رسمآ پاکستان مېشته حقاني […]

نویسنده: TKG
18 وږی 1391

د امريكا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنټن تېره ورځ رسمآ پاکستان مېشته حقاني شبكه د ترهگرې ډلې په توگه ونوموله او په دې ډول دغه ډله د امريکا له مالي بنديزونو سره مخامخ شوه.

د امريكا د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنټن تېره ورځ رسمآ پاکستان مېشته حقاني شبكه د ترهگرې ډلې په توگه ونوموله او په دې ډول دغه ډله د امريکا له مالي بنديزونو سره مخامخ شوه.

امريکا له ډېره وخته د حقاني شبكه لوى گواښ بالۀ.

د حقاني ډله، چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې دېره ده د القاعدې له شبکې سره اړيکې لري، د افغانستان په ختيځ کې په ډېريدونکي تاوتريخوالي گرمه بلل شوې او په پايتخت کابل کې پر لويو بريدونو پړه شوې ده.

متحدو ايالاتو له ډېره وخته پر پاکستان فشار اچاوه، چې د دغې ډلې مخه ډب کړي، خو د امريکا پر حکومت بيا د کانگرس له لوري فشار وو، چې د حقاني ډله د ترهگرو په تور لېست کې شامله کړي.

دا پرېکړه به د حقاني شبکه له مالي پلوه کمزورې کړي او امريکايي شرکتونه او اتباع له حقاني شبکې سره اړيکه نه شي ټينگولى او په امريکا کې د دې ډلې ټولې شتمنۍ کنگل کيږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA