ډېری خلک او ځینې نړیوال سازمانونه اندېښنه لري چې ښايي له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته امنیتي وضعیت نور هم پسې خراب شي، خو د چارو ماهرین بیا هیله من دي چې افغانستان به د سولې پر خوا ګامونه واخلي.
ډېری خلک او ځینې نړیوال سازمانونه اندېښنه لري چې ښايي له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته امنیتي وضعیت نور هم پسې خراب شي، خو د چارو ماهرین بیا هیله من دي چې افغانستان به د سولې پر خوا ګامونه واخلي.
د کابل ښار اوسېدونکی ۵۵ کلن مامور شاه ولي چې په اویایمه لسیزه کې د تنظیمونو ترمنځ د خپل منځي جګړو شاهد پاتې شوی، وېره لري چې هسې نه د خارجیانو له وتلو وروسته ټوپکیان بیا سره په خپلو کې واوړي.
نوموړی زیاتوي، که څه هم د بهرنیانو ډېرې ژمنې نه دي عملي شوي، خو په خبره یې د ملي اردو او پولیسو تر بشپړې تقویې د دوی حضور ګټور تمامېدلی شي: (( په هغه وخت کې موږ بیا نه وېریږو چې تاریخ به تکرار شي.))
د کابل د احمد شاه بابا مینې اوسېدونکی ۵۰ کلن محمد عباس اکرزی هم ورته اندېښنه لري، نوموړی چې د ساختماني چارو ټیکه داري کوي، وايي د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلانونو د دوی په کارو بار هم منفي اغېزه کړې ده: ((پخوا به خلکو کورونه جوړول، خو اوس هېڅ نشته، فقط هغه خلک کار کوي او پیسې لګوي چې ډېر مجبور وي.))
خو د کابل ولایت د کارته سیمې اوسېدونکی ۵۵ کلن محمد اسحاق پوښتي، اوس چې د خارجي ځواکونو په شتون کې څوک په جرئت سره له کابل دباندې نشی وتلی، که دوی ووځي بیا به څه کېږي؟
د خلکو دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې څه موده وړاندې د بښنې نړيوال سازمان هم د یوه راپور په ترڅ کې ادعا کړې وه چې تر ۲۰۱۴ وروسته به د افغانستان امنیتي وضعیت خراب شي.
د بښنې نړيوال سازمان د ۲۰۱۲ كال په راپور كې ويلي چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به امنيت خراب، بشري حقونه به د ناوړه حالت سره مخ او د ملكي وګړو په وړاندې به تاوتريخوالي زيات شي.
خو له دې ټولو اندېښنو سره سره، هغه ماهرین چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري، د هېواد امنیتي وضعیت ته ډېر هیله من برېښي، دوی نه یوازې د عامو وګړو دا اندېښنې بې ځایه ګڼي، بلکې د بښنې د نړیوال سازمان راپور هم پر واقعیتونو ولاړ نه بولي.
د دغو ماهرینو په عقیده افغانستان به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د سولې، امن او بيارغونې په لور ګامونه اوچت كړي.
د سياسي چارو كارپوه فضل الرحمن اوريا په همدې باور دی، د نوموړي په خبره له ۲۰۱۴ كال وروسته به جګړه په پاکستان کې متمرکزه وي او افغانستان به د سولې پر خوا رهي شي: (( په افغانستان كې به مرحله په مرحله بيارغونه او اقتصادي پرمختګ پيل شي.))
د اوریا استدلال دا دی چې له ۲۰۱۴ وروسته به نړيواله ټولنه په افغانستان كې په نظام جوړولو كار وكړي، ځکه په خبره یې د نړيوالو يوه تېروتنه همدا وه چې په دې اړه يې سم كار ونه كړ.
د پوځي چارو كارپوه عبدالباري عارض د افغانستان د بې ثباتۍ یو علت بیا پخپله خارجي حضور ګڼي. د دغه شنونکي په باور، کومه مرګ ژوبله او ورانی چې د تنظیمي جګړو پرمهال رامنځته شوی، د ناټو په راتګ تر هغو زیات خلک زیانمن شوي دي:(( په افغانستان كې د نا امنۍ لوى علت د بهرنيو سرتېرو شتون دى، دا علت كه اوس يا د روسانو د يرغل پرمهال او يا هم د انګريزانو د يرغل پرمهال مطالعه كړل شي، همدا نتیجه ترلاسه کېږي.))
د سیاسي چارو کارپوه غلام جیلاني ځواک هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړوند د خلکو اندېښنې جدي نه بولي، ځکه په خبره یې د پخوا په نسبت افغان امنیتي ځواکونه ډېر قوي شوي دي: (( خلک هغه څه چې په شاوخوا کې پېښېږي، له هغو وېریږي، حال دا چې امنیتي ځواکونه اوس دې حد ته رسیدلي چې له هر ډول کورني کړکیچ سره مقابله وکړي.))
د ځینو په نظر عام خلک ځکه د بهرنیو ځواکونو له وتلو په وېره کې دي او د تنظیمي جګړو خوبونه ویني چې د افغانستان اوسنی امنیتي حالات د ډاډ وړ نه دی، خو د راتلونکي په اړوند بیا وايي چې له نړیوالو سره د ستراتیژیکو تړونونو امضا کېدل په همدې هدف شوي، له راتلونکي احتمالي جګړې افغانستان وژغورل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


