ads

د ۴ ملیارډو ډالرو په ارزښت سړکونه ویجاړ شوي

افغانستان په وروستیو کلونو کې د لویو لارو او سړکونو په جوړولو تر اتو ملیاردو ډالرو ډېرې پیسې لګولي، خو نژدې نیمايي سړکونه یې بېرته ویجاړ شوي دي. افغانستان په وروستیو کلونو کې د لویو لارو او سړکونو په جوړولو تر اتو ملیاردو ډالرو ډېرې پیسې لګولي، خو نژدې نیمايي سړکونه یې بېرته ویجاړ شوي […]

نویسنده: TKG
15 وږی 1391
د ۴ ملیارډو ډالرو په ارزښت سړکونه ویجاړ شوي

افغانستان په وروستیو کلونو کې د لویو لارو او سړکونو په جوړولو تر اتو ملیاردو ډالرو ډېرې پیسې لګولي، خو نژدې نیمايي سړکونه یې بېرته ویجاړ شوي دي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د لویو لارو او سړکونو په جوړولو تر اتو ملیاردو ډالرو ډېرې پیسې لګولي، خو نژدې نیمايي سړکونه یې بېرته ویجاړ شوي دي.

د ټولګټو یا فواید عامې وزارت یو راپور ښيي، د افغانستان د لویو لارو یوه ستره برخه بېرته ویجاړه شوې او د درې اعشاریه شپږ ملیاردو ډالرو په ارزښت لویې لارې بیارغولو ته اړتیا لري، د کابل مزارشریف لویه لار چې اوږدوالی یې شاوخوا ۵۰۰ کیلو مترو ته رسېږي نژدې ټوله بېرته ویجاړه شوې ده.

افغان چارواکي یې علت د بار وړونکو لاریو تګ راتګ بولي چې تر حد زیات وزن لېږدوي، پر دغې لویې لارې هر ورځ زرګونه د مساپرو او بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي، دغې لویې لارې چې کابل له منځنۍ آسیا سره نښلوي په ځینو برخو کې د ویالو بڼه خپله کړې او کندې په کې جوړې شوې دي.

د دغې لارې له جوړېدو درې کاله هم نه تیرېږي، خو زیاتره برخې یې بېرته ویجاړې شوې دي او د مساپرو، په تېره بیا ناروغانو، ماشومانو او مېرمنو لپاره یې سختې ستونزې رامنځ ته کړې دي، دغه لار چې د سالنګ پر تونل تیرېږي له ډېرو خطرونو ډکه ده.

د افغانستان د ټولګټو یا فواید عامې وزیر چې له شاوخوا شپږ میاشتو راهیسې یې خپل دنده پیل کړې وايي، د کابل مزار لویې لارې جوړول یې د کارونو په لومړیتوب کې دي، نه یوازې د کابل مزار لویه لار ده چې بېرته ویجاړه شوې، بلکې د افغانستان د نژدې نیمايي لویو لارو ویجاړتیا رامنځ ته  شوې ده.

د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن وايي دا مهال د دغه وزارت په سلو كې ۳۰ کارکوونکي مسلکي او پاتې نور ټول اداري چارې پر مخ بیايي چې باید په دغه حالت کې بدلون رامنځ ته شي: ((نړۍ تر دې دمه د افغانستان په لویو لارو اته میلیارده او درې سوه ملیونه ډالره لګولي، خو نیمايي يې بېرته ویجاړ شوي دي.))

اوژن زیاتوي چې دوی د لویو لارو جوړولو او څارنې ته پوره پام کوي:(( افغان حکومت د لویو لارو جوړولو ته ژمن دی، موږ د سرچینو په لټه کې یو، دا په دې معنی نه دى چې په دې برخه کې کوم تضمین موجود نه دی.))

د سالنګ په برخه کې چې موږ سږ کال د بیارغونې چارې پر مخ بیایو، لنډ مهالي دي، یوازې د یوه کال لپاره د مساپرو او سالنګ د ژغورنې په هدف دي، هغه څه چې زموږ په توان کې دي سل په سله یې پلي کوو.))

دا چې د لویو لارو د سړکونو عمر څومره وي او یا هم څو کاله دوام کولای شي، د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنتون استاد  ښغلی مسعود وايي: (( په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو عمر لږترلږه دولس کاله دی او په پرمختللو هېوادونو لکه جرمني، فرانسې او امریکا کې د بنسټیزو پروژو عمر له پنځوس تر سلو کلونو پورې دی.))

د اقتصادي چارو کارپوه استاد مسعود زياتوي، افغان حکومت باید په دې تړاو د تړونونو جزییات روښانه کړي او په هغو کې ټولې اړوندې خواوې خپل مسوولیتونه لري: (( په تړونونو کې باید په بشپړه توګه روښانه شي چې د پروژې عمر څومره دی، څوک یې پلې کوي او د خسارې جبران څوک کوي. نو ځکه زما په فکر په افغانستان کې یوه ستونزه د تړونونو ده چې په بشپړه توګه روښانه نه دي.))

په افغانستان کې هر کیلو متر سړک په شاوخوا ۷۰۰ زره ډالره جوړ شوی چې تر نړیوالو بیو چندان ټیټ نه دی.

د دغو سړکونو د جوړولو چارې بېلا بېلو شرکتونو ته ورکول شوې چې ځینو شرکتونو خپل کارونه نیمګړي پرېښی او له کاره یې پښې سپکې کړې دي. د یو شمېر خلکو په وینا تر ډېره د سړک جوړولو پیسې هم شخصي جېبونو ته لوېدلې دي.

افغانستان چې په وچه کې راګېر هېواد دی، د لویو لارو جوړول او د ستونزو لرې کول یې ډېرو پیسو او قوي ارادې ته اړتیا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA