ads

د رباب پاچا

((رباب د روح باب په معنی او د سازونو پاچا دى، په هره زمانه كې يې خپل اهميت ساتلى دى، زما له رباب سره له وړکتوبه اړيكې دي، كه يوه پيسه هم راسره په جيب كې نه وي خو چې رباب غږوم فكر كوم پاچا يم.)) ((رباب د روح باب په معنی او د سازونو […]

نویسنده: The Killid Group
14 وږی 1391
د رباب پاچا

((رباب د روح باب په معنی او د سازونو پاچا دى، په هره زمانه كې يې خپل اهميت ساتلى دى، زما له رباب سره له وړکتوبه اړيكې دي، كه يوه پيسه هم راسره په جيب كې نه وي خو چې رباب غږوم فكر كوم پاچا يم.))

((رباب د روح باب په معنی او د سازونو پاچا دى، په هره زمانه كې يې خپل اهميت ساتلى دى، زما له رباب سره له وړکتوبه اړيكې دي، كه يوه پيسه هم راسره په جيب كې نه وي خو چې رباب غږوم فكر كوم پاچا يم.))

دا د هېواد د مشهور رباب غږوونكي محمد ظريف لوګري خبرې دي چې كليد ته يې کولې، نوموړى د ملا ادم خان زوى  او په ۱۳۲۱ كال د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ په مغل خېلو كې زېږېدلى دى، خپلې دينې زده كړې يې د كلي په جومات كې له بغدادۍ سيپارې پيل او د نظم تر كتابونو ورسولې: (( د دري نظم مې تر ديوان حافظ او سكندرنامې ورساوه، خو ښوونځى رانه په دوهم ټولګي كې د غريبۍ او دهقانۍ له لاسه پاتې شو.))

ظريف له همدغه وړكتوبه د موسيقۍ هنر له ظرافت او لطافت سره بې كچې مينه پيدا كړه او بيا داسې ورځ هم راغله چې د كلي په يو واده كې يې د خپل كاكا په رباب له خونده ډكه نغمه وغږوله: (( ماته چا رباب نه راكاوه، ۱۵ كلن وم چې د پنځو مياشتو په موده كې مې په پټه رباب زده كړ او يو واده ته مې د كاكا رباب يووړ، هلته راته خلكو ۴۵ افغانۍ راكړې او ډېر يې تشويق كړم، بيا مې نو كاكا هم په شاګردۍ ومنلم.))

ظريف په همدغه عمر كې له خپل تره سيد محمد او له يو بل كليوال رووف استاد څخه د رباب زده كړه پيل كړه، په ۱۳۴۵كال يې واده وكړ، خو لا انقلاب ته به يو څو كاله پاتې وو چې د هنر تندې تر پېښوره ورساوه: (( هلته مې له نواب ربابي او خيال محمد استاد نه زده كړې پيل كړې، خيال استاد سره مې ۳۵ كاله تېر كړل، خو نورو هنرمندانو لكه سردارعلي ټكر، بېلتون استاد، ناشناس، سلام لوګري او رحيم غمزده  ته مې هم رباب غږولى دى.))

۷۰ كلن ظريف لوګرى اوس مهال دوه زامن لري، همدارنګه له ۵۰ زيات شاګردان يې روزلي دي: (( مشر زوى مې نظام الدين په ۱۲ ټولګې كې دى، وړوكى زوى مې فريد جان ډېر تكړه دى، رباب غږولى شي، خو وايي له زده كړو وروسته به يې غږوم.))

استاد ظريف د رباب تر څنګ د دنبورې غږولو، سيتار او هارمونې په غږولو كې هم له چا  كم نه دى او كه اړتيا پيدا شي، نو د موسيقۍ ډېرې الې په ځانګړي او ښكلي انداز غږولى او مينه وال پرې بوخت ساتلى شي: (( هر څه مې زده دي، خو د رباب ترنګ زما په رګ رګ كې شور او ولولې راپاروي، زه هر وخت وايم چې زما رباب د سازونو پاچا دى.))

استاد ظريف تر دې دمه هند، ډنمارك، بلجيم، سويډن، ناروې، دوبۍ، ايران او نورو هېوادونو ته په بې شمېره هنري سفرونو تللى، خو د هند او ډنمارك له سفره ډېرې خوږې خاطرې لري: (( ۲۵ كاله وړاندې ډنمارك ته له خيال محمد سره ولاړم، هلته اروپايان د رباب ترنګ ته حيران وو، ټول به راته ګوته په غاښ ناست وو او درې كاله وړاندې په هند كې د موسيقۍ فيستيوال ته وبلل شوم، هلته مې په لوګري نغمه د غوره رباب غږوونكي جايزه واخسته.))

نوموړي د انقلاب تنګسې هم په خپلو اوږو وړي او په ايران كې يې ډېره موده مزدوري كړې ده، مګر اوس چې هېواد ته بېرته راګرځېدلى، سره له دې چې ۷۰ كالو ته رسيږي، خو د هېوادوالو ښادۍ ګرمې ساتي او د خپلو شاګردانو په روزنه هم لكه د ځوانۍ د دور مصروف ښكاري: (( شوقيان راته راځي، رباب ورزده كوم، حتى يو پاخه سوداګر رانه زده كړې وكړې چې اوس ډېر ښه رباب غږوي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA