د پاکستان د خيبر پښتونخوا، پېښور په آبدره روډ کې نن سهار يوې زورورې چاودنې، چې د امريکا د کونسلګرۍ موټر په کې په نښه شوی و۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا، پېښور په آبدره روډ کې نن سهار يوې زورورې چاودنې، چې د امريکا د کونسلګرۍ موټر په کې په نښه شوی و۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
په ټپيانو کې بهرنيان، ښځې ، ماشومان او پوليس شامل دي او شيرپاو روغتون ته لېږدول شوي.
ژغورونكې ډله وايي، چې چاودېدونکي توکي په يو موټر کې ځاى پر ځای شوي وو.
چاودنه دومره زوروره وه، چې غږ يې د پېښور ښار تر لرې سيمو پورې اورېدل شوی او درې موټر په کې په بشپړ ډول ويجاړ شوي.
د پېښور د پوليسو مشر امتياز الطاف وايي چې په يونيورسټي ټاون آبدره روډ کې شوې چاودنه ځانمرګی بريدو او له سلو کيلوګرامو ډېر چاوديدونکي توکي په کې کارول شوي وو.
نوموړي د پېښې په سيمه کې خبريالانو ته وويل، چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.
خو نړيوالو خبري آژانسونو رويټرز او اسوشيټېډ پرېس د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو د وزير مياافتخار حسين له قوله وايي، چې د پېښور په بمي چاودنه کې د دوه امريکايي وګړو په ګډون پنځه تنه وژل شوي.
بلخوا بيا په پاکستان کې د امريکې سفارت وياند ويلي چې په دې بريد کې امريکايانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ددې پيښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


