د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما په عراق کې د جنګي ماموريت د پاى ته رسولو د اعلان د لومړۍ کليزې په مناسبت په وينا کې پرون ژمنه وکړه، چې د افغانستان جګړه به هم په مسوولانه ډول پاى ته ورسوي او د جګړې له ټپيانو او د قربانيانو له خپلوانو سره به مرستې وکړي.

اوباما د ټکزاس ايالت په فورټ بيلس کې امريکايي پوځيانو ته وويل، څرنګه چې يې په عراق كې جګړه پاى ته ورسوله، په افغانستان کې به يې هم ورسوي، خو د افغانستان جګړه به په مسوولانه ډول ختمه کړي.
د هغه په وينا، هرڅومره زيات امريکايي سرتېري، چې له عراق او افغانستانه خپل هېواد ته راستنيږي مانا يې دا ده، چې امريکا هومره خوندي کېږي او بيا د تروريستانو له لوري پرې بريد نه کېږي.
اوباما دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې په متحدو ايالتونو کې يوې تازه نظرپوښتنې وښودله، چې حتى د امريکا د جمهوريتپالو په منځ کې هم د افغانستان د جګړې ملاتړ مخ په کمېدو دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ