د ولسې جرګې یو شمېر غړې او پوځي ماهرین د افغان امنیتي ځواکونو له منځه د بهرنیانو او پولیسو پرله پسې وژل کېدل په امنیتې ځواکونو کې د وسله والو مخالفینو نفوذ او د هغوى د جنګې تکتیک بدلون په ګوته کوي، خو د خارجي ځواکونو قومندانان وايي چې ډېر شمېر یې د افغان او خارجي عسکرو
د ولسې جرګې یو شمېر غړې او پوځي ماهرین د افغان امنیتي ځواکونو له منځه د بهرنیانو او پولیسو پرله پسې وژل کېدل په امنیتې ځواکونو کې د وسله والو مخالفینو نفوذ او د هغوى د جنګې تکتیک بدلون په ګوته کوي، خو د خارجي ځواکونو قومندانان وايي چې ډېر شمېر یې د افغان او خارجي عسکرو ترمنځ د شخصي غرضونو په نتیجه کې رامنځته کېږي.
په تېرو دوو اوونیو کې لږ تر لږ په دوو جلا پېښو کې دوو تنو چې د پولیسو یونیفورم یې په تن و، د هلمند په ګرمسیر او سنګین ولسوالیو کې ۶ تنه امریکایان ووژل. په یوه بله پېښه کې بیا د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې یوه افغان پولیس خپل ۱۱ پولیس همکاران ووژلي وو.
خو عمومي پوښتنه دا ده چې پر افغان او بهرنیو سرتېرو د خپلو افغان ملګرو له لوري دا ډول بریدونه له کوم اړخه سمبالېږي؟ جنرال عتیق الله امرخیل چې پر پوځي پېښو وخت ناوخت تبصرې کوي، کلید ته ویلي چې دا د طالبانو د جنګي تکتیک بدلون او په افغان امنیتي ځواکونو کې د هغوی نفوذ ښيي.
د امرخیل په خبره وسله وال غواړي، له دې لارې د خلکو ذهنیت واړوي: (( اصلاً وسله والو له وړاندې خپل کسان په یو شمېر ځایونو په تېره بیا د پولیسو او ملي اردو په لیکو کې ځای برځای كړي او د پوليسو په ليكو كې د دوی په نفوذ کې هیڅ شک او سوال نشته دی.))
په ولسې جرګه کې د خلکو استازی شیرولي وردګ بیا د افغان عسکرو له لوري د خپلو افغان او خارجي ملګرو د وژل کېدو له کبله د امنیتې ارګانونو مشرتابه پړه بولي او وايي، دا ادارې نه دي توانیدلي چې خپل عسکر د انګیزې له مخې وروزي.
نوموړی وايي چې یو شمېر امنیتي ارګانونه لا هم د قوم پرستۍ او تنظیمې ګټو مریضان دي: (( دا روښانه ده چې د امنیتې ارګانونو په لیکو کې وسله والو مخالفینو نفوذ کړی او خپلو اهدافو ته ځان رسوي.))
په همدې حال کې د وسله والو طالبان یوه ویاند قاري یوسف احمدي رسینو ته په لیږلو پیغامونو کې د یادو پیښو مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې د دوی پلویانو د پولیسو په لیکو کې نفوذ کړی دی.
احمدي وايي عیسي خان، چې له څه مودې را په دې خوا یې د یوې پوستې مشري هم په غاړه لرله، د طالبانو له لوري توظیف شوی و او بالاخره یې ۱۱ تنه کورني عسکر په یوه خونړي برید کې ووژل او ډېر نور یې ژوبل کړل.
قاري یوسف احمدي دغه راز ادعا کړې چې حمله کوونکی عیسي محمد له برید وروسته له طالبانو سره یوځای شوی دی.
خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش بیا د پولیسو په لیکو کې د طالبانو نفوذ رد کړی او وايي چې د هلمند او نیمروز په ولایتونو کې د بریدونو په اړه د دوی څیړنې دوام لري:(( د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې ۱۱ تنه وژل شوي پولیس د امنیت ساتلو پولیس وه چې د خپل همکار له خوا وژل شوي دي او حمله کوونکی پولیس هم د نورو پولیسو په ځوابي برید کې وژل شوی.))
دانش زیاتوي: (( د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې په امریکايي ځواکونو برید کوونکي چې ۳ تنه امریکایان یې ووژل د سپیشل فورس عسکرو نظامې لباس یې په ځان و، نه یې د پولیسو لباس اغوستی وه او نه د ملې اردو، او دغه برید کوونکی شخص هم د پولیسو له خوا نیول شوی دی.))
په یوه بله حمله کې د یوه تن چې پوځي جامې یې پر تن وې، د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې درې امریکايي سمندري پوځیان ووژل.
دانش په دې اړه وایي: (( برید کوونکی د پولیسو له خوا نیول شوی دی.)) نوموړی زیاتوي چې دا کس پولیس نه و او په غیري قانوني توګه یې وسله ګرځوله.
ناټو بیا وايي دا د هغو پېښو له لړۍ څخه یوه ده چې افغان سرتېري خپل ټوپک پر نړېوالو ځواکونو را اړوي.
خو ځايي چارواکي بیا وايي دا درې کسان د هغه ځايي مشر له لوري وژل شوي چې دوی يې د شپې ډوډۍ ته بللي وو او دوی پېژانده.
د زمري په ۲۳ مه په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند ګوینټرکتز خبریالانو ته وویل چې پر بهرنیو عسکرو د افغان ځواکونو له خوا د بريدونو پېښې زیاتې شوي دي.
ایساف ځواکونه وایي، چې د روان ۲۰۱۲ کال له پيل راهیسې پر بهرنیو ځواکونو او مامورینو د افغان امنیتي سرتیرو له خوا ۲۷ بريدونه شوي چې د دغو مخامخ حملو له کبله څه باندې ۳۰بهرنیان وژل شوي او زیات شمېر نور ټپيان دي.
کتز د افغان امنیتي ځواکونو په دې ډول بريدونو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ موضوع هم ومنله، خو ویې ویل، دا نفوذ په هغې کچه نه دی چې وسله وال طالبان یې ادعا کوي:(( د دغو بريدونو ډېروالى بېلابېل دلایل لري، تر ډیره دا ډول بريدونه د شخصي موضوعګانو او فشار له کبله رامنځ ته کیږي، موږ په دې بريدونو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ شاهدان هم یو، خو د نورو عواملو په پرتله دا عامل ډېر په ټیټه کچه کې دی.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

