د امريكا بې پيلوټه الوتكو په شمالي وزيرستان كې د پاكستان د سمندري ځواك د يوه مشر زوى له خپلې مېرمنې سره وژلى دى. انجنير احسان عزيز د پاكستان تر كنټرول لاندې كشمير كې له ترهګرو او توندلارو ډلو سره تړاو درلود.
د امريكا بې پيلوټه الوتكو په شمالي وزيرستان كې د پاكستان د سمندري ځواك د يوه مشر زوى له خپلې مېرمنې سره وژلى دى.
انجنير احسان عزيز د پاكستان تر كنټرول لاندې كشمير كې له ترهګرو او توندلارو ډلو سره تړاو درلود.
د هغه پلار او د پاكستان د سمندري ځواك پخوانى قوماندان عبدالعزيز رسنيو ته ويلي، چې زوى او نګور يې د روانې مياشتې په اتلسمه په بې پلوټه بريد كې وژل شوي دي.
په هغه بريد كې نږدې شپږ كسان وژل شوي وو.
پرون هم د امريكا بې پيلوټه الوتكو په شمالي وزيرستان كې درې بريدونه كړي دي، چې له كبله يې ۱۶ شكمن وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
دا بريدونه يوه ورځ له هغه وروسته شوي، چې وړمه ورځ په اسلام اباد كې چارواكو د امريكا سفير بهرنيو چارو وزارت ته ور بللى او له بې پيلوټه بريدونو يې سخت شكايت ورته كړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


