هند غواړي چې له افغانستان څخه د ناټو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو تر وتلو مخکې له دې هيواد سره خپلې مالي او پراختيايي مرستې زياتې کړي.
هندي رسنيو نن وويل، دغه هيواد په افغانستان کې د انکشافي چارو لپاره شپاړس مليارده او پنځه څلوېښت مليون هندي روپۍ ځانګړې کړي دي.
دا پيسې له هغو مرستو جلا دي چې د توکيو په کنفرانس او تر هغه مخکې يې اعلان کړې وې.

هند وايي دا پيسې به په داسي پروژو ولګوي چې د افغانانو پر ژوند يې اغېز څرګند وي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت د جولاي د مياشتې په لسمه د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې د سل مليون ډالرو په ارزښت د وړو پروژو د جوړولو وړانديز وکړ.
هند په لومړي پړاو کې شل مليون ډالره د افغانستان په نولس ولايتونو کې، په تېره بيا سرحدي سيمو کې ولسي پروژو ته ځانګړي کړي دي.
دا پروژې د کرنې، روغتيا، تعليم، کليوالي پراختيا، مسلکي زده کړو او د څښاک د اوبو په برخو کې دي.
د هند حکومت روانه مياشت د هرات د سلما بند د جوړولو لپاره د شپږ مليارده هندي روپيو وړانديز تاييد کړ.
د سلما د برېښنا کوټ د بشپړولو لپاره شاوخوا ۲۸۰ مليون ډالرو ته اړتيا ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ