ads

په وزیرستان کې د طالبانو او حقاني شبکې پرضد عملیات پیلېږي

په پام کې ده، چې ډېر ژر د پاکستان پوځ د افغانستان او پاکستان په قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو او حقاني شبکې پر ضد عملیات پیل کړي. افغان چارواکو هم د دې خبرې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې ښايي دغه عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ او د پولې […]

نویسنده: TKG
28 زمری 1391
په وزیرستان کې د طالبانو او حقاني شبکې پرضد عملیات پیلېږي

په پام کې ده، چې ډېر ژر د پاکستان پوځ د افغانستان او پاکستان په قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو او حقاني شبکې پر ضد عملیات پیل کړي. افغان چارواکو هم د دې خبرې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې ښايي دغه عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ او د پولې په دواړو غاړو کې په یوه وخت پیل شي.

په پام کې ده، چې ډېر ژر د پاکستان پوځ د افغانستان او پاکستان په قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو او حقاني شبکې پر ضد عملیات پیل کړي.

افغان چارواکو هم د دې خبرې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې ښايي دغه عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ او د پولې په دواړو غاړو کې په یوه وخت پیل شي.

ویل کیږي، په دغې سیمې کې د حقاني شبکه مرکزونه او پټنځایونه لري، چې په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو پر وړاندې جنګیږي.

چارواکو د دغو عملیاتو د پېلېدو نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو وايي هدف یې د “پاکستاني طالبانو د پټنځایونو، روزنځایونو او وسله والو له منځه وړل دي”.

د افغانستان د سرحدي پولیسو قوماندان ګل نبي احمدزی وايي، شونې ده دغه عملیات له افغان ځواکونو سره په همغږۍ او د پولې په دواړو غاړو کې په یوه وخت تر سره شي.

ځکه افغان چارواکو ته اندېښنې پیدا شوي، چې د یادو عملیاتو له کبله ښایي پاکستاني طالبان افغانستان ته ور واوړي او د دغه هېواد په سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA