د پاکستان د پوځ لوی درستیز خبرداری ورکړی که چېرې د سخت دریځو مخه ونه نیول شي پاکستان به د تجزیې له خطر سره مخامخ شي.
د بریتانیا چاپ فیننشل ټایمز ورځپاڼې د مشهور پاکستاني نظر خاوند احمد رشید په قلم په یوه تبصره کې د جنرال پروېز کیاني څرګندونې د پاکستان د پوځ د ذهنیت د بدلېدو نښه بللې ده.

د پاکستان لوی درستیز جنرال کیاني همداراز څرګنده کړې، حکومت نه شي زغملی چې په یووخت هم د اسلامي سخت دریځو او هم د ملکي حکومت سیستم موجود وي.
ده له ملکي حکومته وغوښتل چې د سخت دریځو پرضد د ملکي حکومت ملاتړ وکړي. ځکه چې د ده په وینا پوځ یوازې هغه وخت بریالی کېدای شي چې ولس ورسره همکاري وکړي.
د پاکستان لوی درستیز دا خبرې په داسي وخت کې کوي چې له یوې خوا د پاکستان پرحکومت د امریکا فشار دی او له بل پلوه د امریکا د کانګریس ځیني غړي هڅه کوي چې پاکستان د تروریزم د ملاتړ کوونکو هیوادونو په لیست کې شامل کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ